
د طالبانو او امریکایانو تر منځ مذاکرات تقریبا نهايي شوي
نن ټکی اسیا (سه شنبه،۵ وږی، ۱۳۹۸ل): د قطر له پلازمېنې دوحې څخه د نن ټکی اسیا خبریال وايي چې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې مذاکرات تقریبا نهايي شوي دي او د خلیلزاد په راستنیدو به هوکړه لیک لاسلیک شي.
نن ټکی اسیا ته د رارسیدلي راپور وايي چې د مسودې د ضمیمې پر ځينو موادو مذاکرات روان دي او شاید خبرې سبا ته هم وغځیږي.
راپور زیاتوي چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د سولې هوکړه لیک په درې ژبو لیکل شوی دی.
ګمان کیږي چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د هوکړه لیک لاسلیک مراسمو کې به د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني او د ګڼو هیوادونو وزیران هم ګډون وکړي.
د طالبانو او امریکا ترمنځ د مذاکراتو نهم پړاو د اګست په ۲۲مه پيل شوي وو.
الحمدلله ثم الحمدلله
الحمدلله رب العالمین الله ج دې داتړون زموږپه ګران هیوادکې دسرتاسري اودایمي سولې اوسوچه اسلامي نظام دقیام سبب وګرځوي الله ج دې داسلامي امارت دزړورو مشرانو اوکشرانو قربانۍ قبولې کړي آمین یارب العالمین
الله ج د نور په دوطن کی یو اسلامی حکومت قایم کری خاینانو ته نور الله هدایت وکری او که دهدایت ور نوی نو الله د تیاه کری
الله تعالی دې زمونږ او تاسو د وطن او هردم شهيد وولس خير او فلاح پکې مرتب کړي،،، امين
الله ج فرمایی [ انتم الاعلون ان کنتم مومنین ] ژباړه : تاسی بریالی یاست که ایمان لری او ایمان لرلی وساتی . الله ج د انسانی بریاوو د پاره توپ، تآنک، الوتکی او داسی نور نظامی وسایل شرط نه دی ټاکلی او نه یی ډیر ښمیر او ښه نظامی روزنه شرط ټاکلی ، ایمان یی د بریالیتوب شرط ټاکلی . او طالبان په دی الحمدالله سنبال دی، افغانستان کی د مادیاتو او معنویاتو جنګ وو ، الله ج معنویاتو ته په مادیاتو حیرانوونکی بریا ورکړه او ورکوی ، طالب مجاهدینو د صحابه کرامو تاریخ رازوندی کړو الله ج دی… نور لوستل »