نظــر

د افغانستان په داخل کې دهوکړه لیک د لاسلیکولو اهمیت او ضرورت!

عبدالرحيم (ثاقب) لیکوال او سیاسي شنونکی
د طالبانو او امریکایانو ترمنځ سوله ییز مذاکرات نهم پړاو ته رسیدلي.
که څه هم چې رسنۍ د طرفینو لخوا د هوکړه لیک لاسلیکولو د نهايي کیدو خبرونه ورکوي ، خو ترڅو چې د هوکړې لوري د هوکړې لاسلیکول اعلان نه کړي، په دې اړه د رسنیو ځانې وړاندوینې او انګیرنې تر ډیره د باور وړ نه دي.

هوکړه لیک باید چیرته لاسلیک شي؟
اوس خبره دا ده چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د جګړې د پایته رسیدو په اړه دا هوکړه لیک چیرته باید لاسلیک شي؟
دا چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ یاد هوکړه لیک په حقیقت کې د امریکایانو لخوا د افغانستان د اشغال د پایته رسیدو هوکړه لیک دی نو باید هغه د طرفینو د مسؤلو چارواکو لخوا د افغانستان په داخل کې لاسلیک شي.
ځکه د امریکایانو تیری پر افغانستان تر سره شوی، او طالبانو یې په مقابل کې پوځي مقاومت هم په افغانستان کې کړی دی.
دا لومړی هوکړی لیک نه دی چې په افغانستان کې د جګړې د پایته رسیدو په غرض د جګړې د ښکیلو اړخونو لخوا تر سره سره کیږي ؛ بلکې تر دې وړاندې هم متعدد هوکړه لیکونه د افغانستان له خارورې بهر لاسلیک شوي چې نه یواځې دا چې هغه په افغانستان کې د جګړې په پایته رسیدو کې ناکام شوي، بلکې لا دلته د جګړې د ګرمیدو او غزیدو لامل شوي دي.

له افغانستانه بهر د تر سره شویو هوکړه لیکونو پایلې
پر افغانستان د شوروي له تیري را پدېخوا په تیرو څلورو لسیزو کې دري هوکړه لیکونه له افغانستانه بهر لاسلیک شوي چې د دریو واړو پایلې ناکامې او د افغاني لانجې د لا ستونزمن کیدو لامل شوي دي.
لومړنی هوکړه لیک په کال ۱۹۸۸ م کې د اپریل په ۱۴ له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د بیرته وتلو هوکړه لیک و چې د مجاهدینو له شتون پرته د متحده ایالاتو ، پخوانۍ شوروي اتحاد او پاکستان ترمنځ د افغانستان له خاورې ډیر لیري په ژنیو کې ترسره او پر اساس یې د امریکا له لوري د مجاهدینو د نه ملاتړ په شرط شوروي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل.
د دغه هوکړه لیک ناکامي دا وه چې له یوې خوا د قضیې اصلي لوری (مجاهدین) د هغه په لاسلیکولو کې نه و موجود ، له بلې خوا ډیر هغه څه چې له شورویانو څخه د دې هوکړې د لاسلیکولو په مهال باید غوښتل شوي وای لکه پر افغانستان د جګړې غرامات او یاهم د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته په هیواد کې د سیاسي زعامت موضوع همداسې نامعلوم پاتي شول چې په نتیجه کې یې د شوروي ځواکونو تر وتلو دوه کاله وروسته په هیواد کې د واک پر سر کورنۍ جګړه پیل شوه چې په پایله کې افغانستان دوهم ځل د امریکا تر یرغل لاندې راغی.
دوهم هوکړه لیک په کال ۱۹۹۲م کې د اپریل په ۲۴ په پاکستان / پیښور کې د جهادي تنظیمونو د رهبرانو ترمنځ د لنډ مهاله حکومت د جوړیدو پر سر تر سره شو چې له مخې یې مرحوم حضرت صبغة الله مجددي د دوو میاشتو لپاره ولسمشر وټاکل شو ترڅو په کابل کې د ډاکټر نجیب له حکومته واک تسلیم کړي.
دا هوکړه لیک په داسې حال کې چې د هغه لاسلیکوونکي لوري لا ټول کابل ته نه و رسیدلي په کابل کې د واک پر سر په خپل منځ کې سره په جګړه شول چې په پایله کې یې کابل کنډواله او په هغه کې لسګونو زره کابل ښاریان و وژل شول.
دریم هوکړه لیک د۲۰۰۱ کال د دسمبر په ۶ مه د المان په بُن ښار کې په افغانستان کې د حامد کرزي په مشرۍ د یوه لنډ مهاله حکومت د جوړیدو هوکړه لیک دی چې له امله یې تر اوسه پوري په افغانستان کې د جګړې اور بل او افغان وژنه روانه ده.
د بن هوکړه لیک سره له دې چې د متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو په شمول یې ټوله نړۍ په پوځي، سیاسي، او اقتصادي لحاظ تر شا ولاړه وه خو دا چې هغه له افغانستانه بهر او د افغاني ټولنې د پیچلیو مشخصاتو خلاف تر سره شو د جګړې د خاتمې پر ځای ټولې سیمې ؛ بلکې ټولې نړۍ ته د نا امني د غزیدو او د زرګونو زره بهرنیانو په شمول د سلګونو زره افغانانو د مرګ ژوبلې لامل هم شو.

د تیرو تجربو تکرار ، د جګړې د غزیدو تکرار
لومړی خو ښايي د مذاکراتي هوکړې طرفینو خپله د هغې لاسلیکول د افغانستان په داخل کې منلې وي.
خو که چیرته هغوی د نورو ملحوظاتو له وجې د هغې د لاسلیکولو ځای له افغانستانه بهر تعین کړی وی نو
پورته واقعیتونو ته په کتلو سره غوره دا ده چې نور د جګړې د نهايي کیدو لپاره د جګړې اصلي لوري ټول هغه عوامل او وجوهات په پام کې ولري چې په افغانستان کې د جګړې د دوام او غزیدو لامل دي.
ښايي ځیني دا خبره وکړي چې اوس مهال د هیواد په داخل کې د دې هوکړې د لاسلیکولو شرائط نه دي برابر.
دا چې هوکړه د جګړې د پایته رسیدو لپاره ده نو د هغې د هوکړه لیک لپاره باید دا شرائط په عملي ډول برابرشي.
دا چې امریکایان دیته اړشول چې د طالبانو هغه پنځه تنه بندي چارواکي چې یومهال یې د جنګي بندیانو په توګه نه منل او د غیر قانوني بندیانو په حیث یې له هغوي سره د ژنیوا کنوانسیون د ټولو مقرراتو خلاف وحشیانه چال چلند کاوه خو نن د طالبانو د فشار او پریکړې په مقابل کې دیته اړ شول چې هماغه غیرقانوني بندیان د مذاکراتي ټیم د تر ټولو مهمو غړیو په حیث ومني .
دا چې امریکایان دیته اړشول چې هغه طالب چارواکې چې د هر یوه پر سر یې میلینونه ډالر جائزې تعین کړې او نومونه یې د ملګرو ملتونو د تحریماتو په لیست کې شامل کړی و ، نن هماغه طالب چارواکي د مذاکراتي ټیم د مسؤلینو په حیث ومني ، نو که همدا طالب چارواکي په داخل کې د مذاکراتي هوکړه لیک پر لاسلیکولو ټینګار وکړي امریکایان مجبور دي چې داسې یې ومني لکه د هغوي نور معقول شرائط.

په افغانستان کې هوکړه لیک باید چیرته لاسلیک شي؟
د طالبانو او امریکایانو ترمنځ لاسلیکیدونکی هوکړه لیک په حقیقت کې پر افغانستان د بهرني اشغال د پایته رسیدو او افغان ولس د استقلال پیژندلو هوکړه لیک دی.
لهذا د هغه د درناوي او حقوقي الزامیت د عملي کیدو لپاره باید د دواړو لوریو لخوا مناسب اجراآت تر سره شي.
غوره دا ده چې د دې هوکړې د لاسلیکولو لپاره د افغانستان په داخل کې داسې ولایت غوره شي چې اوسیدونکې یې د اشغال په مقابل کې ډیر متضرر شوي او خلګو یې ډیرې قربانۍ ورکړې وي.
د بهرنیو ځواکونو د خپلو رسمي احصائیو له مخې هلمند او کندهار په افغانستان کې هغه ولایتونه دی چې تر ټولو ډیر زیات بهرنیان ورکې وژل شوي چې طبعا په مقابل کې یې د دې ولایتونو ډیر اوسیدونکي هم شهیدان شوي.
نو غوره داده چې مذاکراتي هوکړه لیک د هلمند او کندهار ترمنځ د میوند په تاریخي ولسوالۍ په تیره د میوند د شهیدانو له تاریخې منار سره نیږدي لاسلیک شي چې هم ورباندې د دې ولایتونو د سرښندونکو غازیانو درناوی وشي او هم د میوند د تاریخي اتلانو یاد ورباندې تازه شي.
دا چې یاد هوکړه لیک په افغانستان کې د جګړې د پایته رسیدو په خاطر دی او د کار د ټول ولس غوښتنه ده نو که چیري د افغان ولس د ملي وحدت ټینګولو په غرض دا هوکړه لیک په پنجشیر، بامیانو او یا هم د کابل په تاریخي عیدګاه کې لاسلیک شي هم د ټول ولس د ملي یوالي او همدا راز له انګریزي استعمار څخه د افغانستان د خپلواکي تاریخي یاد هم ورکې را ژوندی کیدای شي.
باید د دې تاریخي سند د حقوقي الزامیت لپاره د سیمه ییزو او نړیوالو ناظرینو ترڅنګ په افغانستان کې د ټولو وروڼو قومونو او حتی غیر مسلمو اقلیتونو ملي استازي هم حاضر وي تر څو د یوه واقعي ملي وحدت په تمثیل سره له امریکايي اشغال څخه د خپل هیواد د خپلواکي په دې تاریخي مراسمو سره ټول خوشاله او ویاړمن شي.
د یوې داسې تاریخي ورځې د ژر رارسیدو په هیله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد زبیر

ثاقب صاحب چی پورته کوم تړونونه یاد کړی دی د هغو تړونونو او د دی تړون ترمنځ د ځمکی او اسمان فرق ده دا تړون نه دوحه او نه پاکیستان لاسیک کوی بلکی د امارت مشران ی خپله لاسلیک کوی زمونژ مشرانو ټول ملی او اسلامی ارزشتونه په پام کی نیولی دی
په درنشت

غوربندي

که د افغانستان د ننه وي نو کابل ښار تر ټولو مناسب ځای دی،،،

جميل

د پريکړه ليک ځای او آدرس مهم ندی خو د پريکړه ليک محتوی او جزئيات مهم دی ، که دا پريکړه ليک زمونږ د مبارک دين ، ګران هيواد او د غښتلی ولس په ګټه وی هغه بيا که په امريکا ، روسيه ، پاکستان …..او يا افغانستان کی هم لاسليک شی په محتوی او جزئياتو کی به يی تغيير رانشی . د کومو پخوانی پريکړه ليکونو چی تاسو يی يادونه کړیده که مو محتوی او جزئيات هم ورسره ليکلی وای لوستونکی به په پوه شوی وای چی ملامت د پريکړه ليک ځای نه خو پخپله پريکړه ليک دی ،… نور لوستل »

Karwan

ثاقب صاحب، ليکنه دي بيخي درسته ده، اما يوځه ته مو بايد فکر وي. د کابل اداره په تمام قوت سره سوله نه غواړي، نو داسي يوه غونډه کولي شي په ډيره اساني سره سبوتاژ کړي، يا به داعيش ورته بوځکي کړي، يا خپل استخبارات او يا به کومه بله شومه دسيسه جوړه کړي. تاسو ويني، چه دغه خلک د سولي جدي دوښمنان دي. الله دخپل خير پيښ کړي. په درناوي
کاروان

عبدالرحیم ثاقب

له ټولو درنو تبصره کوونکو وروڼو څخه په مننه … د افغانستان په داخل کې د مذاکراتي هوکړه لیک له لاسلیک کیدو څخه دا نه تداعي کیږي چې خدای مه کړه په قطر کې لاسلیک کیدونکې هوکړه بي باوره ده ، بلګې د افغانستان په داخل کې د هغې لاسلیکول په دې ملحوظ مهم او ضروري دي چې په دې سره پر امریکایانو دمجاهدینو برلاسی ښکاره او دا کار عملا د افغانستان پرخاوره د امارت د حاکمیت ثبتوونکی دی .دا چې له یوې خوا مونږ دا وایو چې تر نیمايي پر زیات افغانستان مجاهدین مسلط دي او له بلې خوا… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x