افغانستان

افغانستان له پاکستان څخه ملګرو ملتونو ته شکایت کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،۶ وږی، ۱۳۹۸ل): په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې «عادله راز» د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د پاکستان شکایت کړی.

عادله راز د روانې لمریزي میاشتې په ۵ نېټه په یوه لیک کې، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یې لېږلی، لیکلي، چې پاکستاني ځواکونه په دې وروستیو کې د افغانستان د پولو حدود مات کړي او په کنړ ولایت باندې یې توغندي ویشتلي.

په یاد لیک کې یاده شوې، چې افغانستان په مکرر ډول له پاکستان څخه د راکټي حملو د بندولو او د افغانستان حدودو ته د پاملرنې غوښتنه کړې؛ خو پاکستاني لوري دې غوښتنې ته هیڅ پام نه دی کړی.

یاده دې وي، چې کابل حکومت وروسته له هغه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د پاکستان شکایت وروړي، چې څو ورځې وړاندې پاکستاني ځواکونو د کنړ ولایت په شیلتن ولسوالۍ باندې ۷۰۰ راکټونه وار کړل، چې په ځینو ځایونو کې یې خلګو ته مالي زیانونه واړول.

دا لومړی ځل نه دی، چې پاکستان له خپلې خاورې افغانستان په نښه کوي، تر دې وړاندې هم کرښې ته نږدي ولایتونه د پاکستان تر راکټي بریدونو لاندې راغلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نواب

افغانی شیخ القران، شیخ الحدیث،دقران حافظان اوهغه افغانان چه داسلام،قران،هیواد او ناموس نه دفاع کوی دیر بیرحمان او وحشیانه شکل یی وژنی،شکنجه کوی اویایی د دچرخی پله زندان ته اچوی.
خو پنجابی ته د دناتو اوسوپرپاور امریکا باوجود باد وتلی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x