افغانستان

هند او روسیه د افغانستان په اړه غږېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،۶ وږی، ۱۳۹۸ل): د سپوتنیک خبري اژانس په حواله، جیشنکر په راتلونکې «سپتمبر» میاشت کې په دوه ورځني سفر مسکو ته ځي او هلته له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره د ایران او امریکا دبرجام تړون د پاتې کېدلو په هڅو سربېره، د افغانستان او سیمي د امنیت په تړاو هم خبرې کوي.

د راپور له مخې، تمه کېږي، دواړه لوري به تر لیدنې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې راڅرګند شي او د لیدنې جزئيات او نور مسایل به له رسنیو سره شریک کړي.

هند داسې مهال له روسيې سره د افغانستان په موضوع بحث کوي، چې تمه ده په نږدې راتلونکې کې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې تړون لاسلیک شي او روسیه د یوه تضمین کوونکي هیواد په حیث یادې غونډې ته وبلل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
گل محمد نوری

د ترکیی ولسمشر هم روسیی ته په سفر روان شوی او د پاکستان وفاقی او ریلوی وزیر چوهدری وویل چی امکان لری د پاکستان او هند ترمینځ د اکتوبر او نوامبر میاشت کی جنګ ونښلی چی آیا دا خبری یو تبلیغاتی اعلان دی او که د نړیوالو د توجه لپاره یی کړی وو مګر څو ورځی مخکی متحده عربی اماراتو او بحرین د هند لومړی وزیر نریندرا مودی ته مډالونه ورکړل چی د پاکستانی چارواکو پدی کار سره غوسه پاریدلی نو داسی ښکاری چی عرب هیوادونه هم د پاکستان په کړنو شکمن دی که د تاسی په یاد دوه یا… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x