ورزش

د فوټبال ملي لوبډله راتلونکې اوونۍ د نړیوال جام لپاره غوراوي سیالۍ پېلوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ وږی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې چې د ۲۰۲۲م فوټبال نړیوال جام غوراوي سیالیو لپاره غوره شوې ده- راتلونکې اوونۍ دغه سیالۍ پېل کوي.

د فوټبال راتلونکی نړیوال جام به په ۲۰۲۲م کال په قطر هېواد کې ترسره کیږي، ددې له برخې یې د اسیايي هېوادنو لپاره غوراوي سیالۍ راتلونکې اوونۍ په قطر کې پېلیږي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي چې ملي لوبډله د نړیوال جام او په ۲۰۲۳م کال کې د اسیا جام غوراوي سیالیو کې د ګډون لپاره بشپړ چمتو والی لري.

افغان فوټبال لوبډله له ۴۰ اسیایي لوبډلو څخه یوه ده چې د راتلونکې نړیوال جام او اسیا جام سیالیو لپاره د غوراوي سیالیو په واسطه لار موندلای شي.

د دویم پړاو غوراوي سیالیو په ترڅ کې به ۱۲ لوبډلې دویم پړاو ته لار مومي چې له هغې وروسته به د دویم پړاو غوراوي سیالۍ ترسره کیږي چې مخکښ لوبډلې به نړیوال جام ته لار مومي، خو دغه ۱۲ لوبډلې به په راتلونکي اسیایي جام کې ګډون کولای شي.

د اسیایي هېوادونو لوبډلې په اتو ګروپونو ویشل شوي دي چې افغانستان د قطر، عمان، هند او بنګلدیش سره په پنځم یا E ګروپ کې ځای لري او ددوی پر وړاندې به په اوږده موده کې دوه-دوه سیالۍ ترسره کوي.

افغان لوبډله به د یادې غوراوي سیالیو پېل د سپتمبر میاشتې په ۵مه نېټه د قطر پر وړاندې له سیالۍ کوي، په ۱۰مه نېټه د بنګلدیش، د اکتوبر په لسمه نېټه د عمان، د نومبر په ۱۴مه نېټه د هند، په ۱۹مه نېټه د قطر، د مارچ په ۲۶مه نېټه د بنګلدیش او په ۳۱مه نېټه د عمان سره سیالۍ ترسره کوي.

د یادونې وړ ده چې د فوټبال تېر نړیوال جام په ۲۰۱۸م کال په روس هېواد کې د اروپایي هېواد فرانسې په اتلولۍ ترسره شو، په یاد جام کې ۵ اسیایي هېوادونو (سویلي کوریا، جاپان، استرالیا، سعودي او ایران) ګډون کړی و چې له برخې یې جاپان دویم پړاو یا Round 16 ته لار موندلې وه. افغان لوبډله تر دې دمه نړیوال جام ته په لار موندلو نه ده بریالۍ شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

اصلاً افغانسنان دی چی د یوی پیړی په اږدو کی ئی نړیوالو لوبو ډګرونو ته لیار موندلی او د یو پیچلی او سرّی معاملو پر بنسټ ئی د نورو لوبډلو د ګول جالونه ور شلولی دی خو د ځینو ځوروونکو لاملونو له کبله پدی نه دی توانیدلی چی خپله لوبه او لوبغاړی د بریالیتوبونو د خوږوالی د څکلو د ادامی څخه برخمن کی. د نړی هیڅ ټیم ( خلګ او هیواد) موږ غوندی د یوی پیړی اوږد تورلمنټ په لمنه کی نه دی ښکیل سوی. په هر حال، د افغان ګرانو لوبغاړو او ملی ټیم غړو ته د بریالیتوب هیله… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x