افغانستان

ايکسپريس ټريبيون: امریکا او طالبانو د مسودې په هره کلمه چنې وهلې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،۶ وږی، ۱۳۹۸ل): د نړيوالو رسنيو او کارپوهانو نظرونه تر ډېره په قطر کې د امریکا او طالبانو د نهم پړاو مذاکراتو ته متوجه دي او هره رسنۍ او کارپوه په دې اړه رپوټونه او مطالب خپروي.

د پاکستان «ايکسپريس ټريبيون» انګليسي ورځپاڼې ليکلي، امریکايي او طالب ديپلوماتانو د مسودې پر هره کلمه يو بل سره چنې وهلې.

د ايکسپريس ټریبيون په وينا له لسو مياشتو او نهو پړاوو مذکراتو وروسته خوشبيني زياته شوې، د مسودې متن نهايي شوی او په لنډ وخت کې به يې د لاسليکولو نېټه اعلان شي.

ورځپاڼې د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو هغو څرګندونو ته هم اشاره کړې، چې د قطر خبرو ته يې خوشبيني ښودلې وه او ويلي و، چې دوی هڅه کوي له دغو خبرو ځان ډاډمن کړي او ښې پایلې ترلاسه کړي.

ايکسپريس ټريبيون ليکلي، د مسودې له نهايي کېدو وروسته به د اعلان نېټه ټاکل کيږي، د چين، روسيې، ګاونډيو هېوادونو او ملګرو ملتونو سربېره د رسنيو ګڼ شمېر استازي به ور ته رابلل کيږي.

نورو نړيوالو رسنيو هم د قطر خبرو په اړه بېلابېل مطالب ليکلي دي.

امریکايي رسنۍ وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د اختلاف ټکي به بشپړ ډول نهايي شوي، هوکړه به په د نړيوالو په حضور او ضمانتونو کې د قطر پلازمېنې دوحه کې لاسليک او اعلان شي.

ګډ حکومت هم د مسلسلو مخالفتونو سربېره اوس د قطر خبرو ته خوشبيني ښودلې او وايي، چې د امریکا او طالبانو تر هوکړې وروسته به بين الافغاني خبرو او اوربند ته لاره هواره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x