افغانستان

فراه: طالبانو د قومندان په ګډون ۱۴ اربکيانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،۶ وږی، ۱۳۹۸ل): طالبانو د فراه ولايت پرچمن ولسوالۍ کې ګڼې سيمې نيولي دي او څوارلس تنه اربکيانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وایي چې تيره شپه د فراه ولايت پرچمن ولسوالۍ استوي، خم باغون او قلعه نشه کلي يې له اربکیانو څخه نيولي دي او يوولس تنه اربکيانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

احمدي وايي چې لومړی يې ددې سيمې د نيولو له پاره له اربکيانو سره جګړه وکړه او کله چې د اربکيانو مرستې ته نور عسکر ورغلل په هغوی هم بريدونه وشول.

نوموړی وايي چې په دې بريدونو کې يې يوه اندازه سپکې وسلې او موټرسايکلونه هم نيولي دي.

همدا راز قاري محمد يوسف احمدي په يو بل خبر کې ويلي دي چې د فراه مرکز اړوند هوايي ډګر ته څېرمه يې د خدامراد په نامه د پوليسو يو قومندان له دوو پوليسو سره وژلی دی.

تر اوسه د فراه چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x