د حکیمانو او فیلسوفانو مېوه؛ د کیلې «۱۰» په زړه پورې ګټې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ وږی، ۱۳۹۸ل): کیله د نړۍ له مشهورو، ارزانو او ځانګړو مېوو څخه ده، د نورو په پرتله ددې روغتیا ګټې هم ګڼ شمېر دي، کېله د فیلسوفانو او حکیمانو مېوې په نوم هم مشهوره ده ځکه چې دا انسان ته خوشالي ورکوي او له خپګان څخه یې ژغوري.

کېله د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې سرو کال په اسانه موندل کېدلای شي، په ځانګړي ډول په هغه هېوادونو کې زیاته موندل کیږي چې زیات رطوبت ولري.

د کیلې بشپړ ګټې په لاندې ډول دي:

کالوریز

د کېلو له ګټو یې یو دادی چې په پراخه کچه کالوریز لري، په ۱۰۰ ګرامه کېلو کې ۹۰ کالوریز موندل کیږي، سربېره پر دې د اکسایډ ضد ماده لري، ګڼ شمېر ویټامینونه لري او له هغو معدنیاتو څخه برخمنه ده چې د انسان بدن ورته اړتیا لري.

انرژۍ سرچینه

د کیلې په اسانه هضمېدل، خوږه لرل او ژر بدن کې خپریدل یا جذبېدل انسان ته سمدلاسه انرژي ورکوي، همدا لامل دی چې د ورزشکارانو تر ټولو اړین خواړه ګڼل کیږي، دا بدن ته چټکه انرژي یا طاقت ورکوي کوم ته چې انسان د ورزش یا لوبو پرمهال چټکه اړتیا لري.

هاضمه

کېله په پراخه کچه فایبر لري، د ۱۰۰ ګرامه کیلې استعمال په انسان کې د فایبر کچه ۷سلنه پراخوي، د یو عام انسان لپاره په کار دي چې د ورځې یوه کېله وخوري، په دې سره به د کولمو خوځښت اسانه شي، د هاضمې ستونزې به له منځه ولاړې شي او د نورو یو شمېر اوږدمهاله ناروغیو مخنیوی کیږي.

قبضیت

لکه څرنګه مو چې یادونه وکړه کېله په پراخه کچه فایبر لري، په دې کې لوړه کچه یعنې ۷۵سلنه اوبه شتون لري کوم چې د کولمو خوځښت اسانه وي او د هاضمې سیستم کې غوره والی راولي.

د ورځې یوه کېله خوړل انسان کې ۱۵سلنه فایبر زیاتوي کوم ته چې په ورځني ډول انسان اړتیا لري، همدا لامل دی چې کېله د قبضیت په مخنیوي او ددې درمل په ډول کارول کیږي.

دفاعي سیستم

کېله د ګڼ شمېر ناروغیو د مخنیوي او د فاعي سیستم پیاوړتیا لپاره استعمالیږي، ددې یو له مهمو ګټو داده چې د اکسايډ ضد ماده لري، ویټامن سيC لري او د ټولو نه مهم چې د دفاعي سیستم پیاوړي کولو کې په پراخه کچه کار کوي، سربېره پر دې د سرطان او بوډاتوب پر وړاندې مبارزه کوي.

زړه

کېله په پراخه کچه د ویټامن بي۶ B6 چې پیروډکسین هم نومول کیږي څخه برخمنه ده، کوم چې د اعصابو سلامتیا، خوندیتوب لپاره او د وینې کمښت مخه نیسي، همدا ډول زړه او شریانونه روغ ساتي، د ورځې ۱۰۰ ګرامه کېله خوړل ددې ویټامینونو ۲۸سلنه بشپړوي.

نفسي حالت

د فزیکي پیاوړتیا سربېره کېله د انسان نفسي حالت هم غوره کوي، کېله د انسان اعصاب اراموي او خپګان کموي، په دې کې د خوشالۍ هرمون «سیروتینین» موندل کیږي چې د انسان مزاج ښه کوي او دده په ارامولو کې مرسته کوي. شاید همدا لامل وي چې کېلې ته د حکیمانو او فیلسفانو مېوه ویل کیږي.

معدنیات

کېله د معدنیاتو څخه برخمنه ده، په دې کې مس، میګانیزم، او هغه منګنیز چې د وینې اړتیا پوره کوي موندل کیږي، د هډوکو پیاوړتیا لپاره غوره مېوه ده او همدا ډول زړه هم روغ ساتي.

کېله د پوټاشیم د پوره کولو لپاره هم غوره سرچینه ګڼل کیږي، په هر ۱۰۰ ګرامو کې ۳۵۸ ملي ګرامه پوټاشیم موندل کیږي، پوټاشیم فشار او د زړه درزا نورمال ساتي او د حجرو ساتنه کوي او په بدن کې د بېلا بېلو بیولوژوکي پروسو فعالیت کوي.

وزن

د کیلې په اړه یوه غلطه افواه خپره ده چې دا په پراخه کچه خوږه او نشایسته لري چې دا د چاغوالي لامل ګرځي، د همدې له کبله ډیری خلک چې چاغوالی لري د کېلې له خوړلو ډډه کوي، مګر دوی په دوی نه پوهیږي چې کېله انسان ته د موړوالي احساس ورکوي او له ډيرو خوړو یې ژغوري چې ورسره په تدریجي ډول وزن هم کمیږي.

شکر

ډير کسان په دې باوري دي چې کېله د خوږوالي له کبله د شکر ناروغ لپاره ښه نه ده، پوهان وایي چې دا معلومات په ناسم ډول د خلکو ترمنځ خپاره شوي، د شکر ناروغ د خپل غذایي رژیم له کبله چې له خوږې ځان لیرې ساتي کېله هم نه خوري تر څو یې فشار نورمال او د شکر کچه سمه وي، خو باید وویل شي چې یوه کېله ۷۵سلنه اوبه لري او ۲۳ سلنه خوږه، همدا ډول پروټین او غوړ هم کم لري، د شکر ناروغ کولای شي په ورځ کې د نور خوراکي رژیم سره سم یوه کېله هم وخوري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
پتنګ
میلمه
پتنګ

احتیات کوۍ دا کېلې اوس مکروبی شوې دي !