افغانستان

فارياب: طالبانو په قرغان ولسوالۍ کې ګڼې پوستې نيولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،۶ وږی، ۱۳۹۸ل): طالبانو وايي چې تيره شپه يې د فارياب ولایت په قرغان ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو ګڼې پوستې نيولي دي.

د طالبانو ویاند قاري محمد يوسف احمدي وايي چې د فارياب ولايت قرغان ولسوالۍ مرکز او شاوخوا دفاعي پوستې يې نیولي دي او ديارلس عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

احمدي وايي چې په دې نښتو کې دوه تنه طالبان هم وژل شوي دي او له امنیتي ځواکونو څخه يې يو رينجر موټر او ګڼ شمير وسلې او مهمات نيولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د فراه ولايت په پرچمن ولسوالۍ کې هم ګڼې سيمې نيولې دي او اربکیانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د فارياب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

همدا راز د په یو بل خبر کې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي دي چې د غزني ولايت په مرکز جنګل باغ سيمه کې يې د امنيتي ځواکونو په پوسته بريد کړی دی چې په نتيجه کې يې پوسته نيولې او لس عسکر يې وژلي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close