نړۍ

مايک پومپيو: هڅه کوو، ژر تر ژره خپل عسکر له افغانستانه راوباسو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،۶ وږی، ۱۳۹۸ل): د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو ويلي، دوی هڅه کوي، ژر تر ژره له افغانستانه خپل عسکر وباسي.

مايک پومپيو د امریکا پخوانيو عسکرو يوې غونډې ته وويل، ولسمشر ډونلد ټرمپ غواړي، د افغانستان جګړه د يوه ښه تړون له لارې پای ته ورسوي.

هغه وايي، داسې شرایط برابروي، چې راتلونکي وخت کې څوک له افغانستانه پر امريکا ترهګريز بریدونه ونه کړای شي.

د پومپيو په وينا د امریکا اتلس کلنې جګړې پر مهال القاعده ډله ماتې شوې، افغان ټولنه کې بدلونونه راغلي او همدا د امریکا ماموريت و.

نوموړي زياته کړې، امریکا په افغانستان کې د دايمي پاتې کېدو هوډ نه لري او د ولسمشر له امر سره سم به خپل پوځيان له افغانستانه وباسي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزير وايي: «ولسمشر ډونلډ ټرمپ ما او پوځي جنرالانو ته امر کړی، چې د افغانستانه جګړه له سوله ‌ييزې لارې حل و فصل کړو او خپل عسکر بېرته خپلو کورونو ته راولو.»

مايک پومپيو دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مسودې متن تقریبا نهايي شوی دی او پر جزئیاتو يې بحثونه په وروستي پړاو کې دي.

د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين ويلي، له امریکا سره هوکړې ته نږدې شوي او افغان مسلمان ولس به په لنډ وخت کې ښه زيری واوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

يو دور راروان دی يو بدلون دی راروان
د سپينو بيرغونو يو پاڅون دی راروان

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x