
له درمل پرته؛ داسې خواړه چې د سر درد مو اراموي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ وږی، ۱۳۹۸ل): ځینې خواړه د سر درد په کمولو کې خورا مرسته کوي، ځکه چې د سر دردۍ رامنځته کېدل بېلا بېل لاملونه لري او په ځانګړو خوړو سره یې مخنیوی کېدلای شي.
زیاتره کسان د سر دردۍ له منځه تلو لپاره درد وژونکي درمل کاروي تر څو ژر اغیز وکړي، مګر د سر دردۍ نه د خلاصون لپاره ځینې طبیعي لارې شتون لري، پوهان یو شمېر خواړه په نښه کوي چې د سر درد مو ورسره ښه کیږي.
مستې
مستې د کولمو روغتیا لپاره ګټورې دي، خو له دې ډير کم خلک خبر دي چې مستې د سر درد له منځه تلو لپاره هم غوره خواړه دي، که څه هم سردردي یو شمېر لاملونه لري خو په بدن کې د کلسیم د کموالي له کبله هم رامنځته کیږي، یوه اندازه مستې خوړل مو سر درد ښه یا کموي ځکه چې په مستو کې په لوړه کچه کلسیم موجود دي.
کېله
کېله د میګنیزم څخه برخمن خواړه دي، او دا د سر درد په کمولو کې مهم رول لوبوي، د پوهانو په وینا کېله د میګنیزم اساسي سرچینه ګڼل کیږي.
وچه مېوه
وچه مېوه هم د میګنیزم ترلاسه کولو سرچینه ده، لکه کاجو، بادام، غوزان او پسته، د سردردۍ پرمهال وچه مېوه مو هم د سر درد ښه کوي او هم نوره روغتیایي ګټه دررسوي.
تور چاکلیټ
پوهان هغه مهال د سر دردۍ له منځه تلو لپاره د تورو چاکلیټو خوړل ښه بولي کله چې د ذهني فشار یا خپګان له کبله سر دردي رامنځته شوي وي، دا په سر دردۍ او خپګان له منځه وړلو کې مرسته کوي.
هندوانه
ځینې مهال؛ د اوبو کموالی د انسان د سردردۍ لامل کیږي، دغه مهال پوهان د اوبو څښلو او د هندوانې خوړلو سپارښتنه کوي، رطوبت لرونکې مېوه کې د اوبو کچه زیاته وي.
کافي
دوه پیالې کافي څښل مو سمدلاسه دماغ ویښوي او د سر په رګونو کې وینه چټکوي، ځینې مهال دماغو ته د وینې ناسم جریان له کبله سر دردي رامنځته کیږي، دغه مهال مو کافي څښل مرسته کولای شي.
پاڼه لرونکې سبزي
شنه یا پاڼه لرونکې سبزي د میګنیزم ستره سرچینه بلل کیږي، ددغې مادې کمښت انسان له سر دردۍ سره مخ کوي، پوهان وایي که د سر درد مو نه ښه کیږي پاڼه لرونکې سبزي وخورئ.