افغانستان

عبدالله عبدالله: د سولې لپاره تر ټاکنو تېرېدی شم

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،۶ وږی، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت اجرائيه رئیس او د ولسمشريزو ټاکنو کانديد عبدالله عبدالله نن په کابل کې د خپلو پلويانو ټاکنيزې غونډې ته وويل، دی تيار دی، د سولې لپاره له ټاکنو د تېرېدو قرباني ورکړي.

عبدالله زياته کړې، سوله، د ټولو افغانانو اسلامي او ملي وجيبه ده او که د ټاکنو په قربانۍ سوله راځي، بايد ټول دا قرباني ورکړو.

نوموړی وايي، سوله د ټولو په ګټه ده، ټول ولس سولې ته ژمن دی، د جګړې ژمنتيا نشته او نه هم د جګړې دوام ولس ته د منلوړ وړ دی.

عبدالله عبدالله وايي، ټاکنيزو سياليو يې لپاره په تياريو بوخت دی او که له ټاکنو يوه ورځ مخکې هم پوه شي، چې سوله راځي، دی له ټاکنو تېريږي.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې څو ورځې وړاندې يې د خپلو پلويانو يوې غونډې ته ويلي و، چې د سولې په پرتله ورته ټاکنې لومړيتوب لري او بايد ټاکنې ترسره شي.

تر دې وړاندې د حنيف اتمبر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټيم هم خپل ټاکنيزې هلې ځلې ځنډولي او زياته کړې يې وه، چې د ټاکنو په پرتله سولې ته کار کول اړين دي.

د حنيف اتمر مرستيال محمد محقق تېره اونۍ له دې امله د عبدالله ټيم ته ورغی، چې عبدالله د سولې په پرتله ټاکنې اړينې بللې.

عبدالله عبدالله د سولې لپاره د ټاکنو د قربانولو څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه تر ډېره نهايي شوې او داسې هيلې شته، چې په لنډو ورځو کې به هوکړه لاسليک او اعلان شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د ایجړا عبدالله ځینی خصلتونه امریکایانو ته ورته استعماری خصلتونه دی چه که د یار په وژنه کی یی هم استعماری ګټی خوندی وی د هغو ګټو د باره خپل خوږ یار ( لکه مسعود چه عبدالله ته په ناروا شهرت ورکړی وو ) وژنی او بل خصلت یی دا چه څه وایی هغه نه کوی او چه څه کوی هغه نه وایی. ډبل عبدالله تر دی کچی ځانی په اشغالګرو منلی وو چه له هغو څخه په بیلونو ډالرو یی مسعود ووژلو او په امریکایانو یی ځان اجرایه ریس یا نیم جمهور ریس مقرر کړو چه مخکی له مخکی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x