افغانستان

ارګ: حکومت اړ نه دی د طالبانو فرمایشونه ومني

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،۶ وږی، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې چې د طالب او امریکايي لوري تر منځ مذاکرات وروستي ټکي ته رارسېدلي ښکاري او تمه کېږي، د دواړو لورو تر منځ د توافق له لاسلیک وروسته بین الافغاني مذاکرات پیل شي؛ کابل حکومت وایي، ځانونه اړ نه بولي، چې د سولې په تړاو د طالبانو فرمایشونه ومني.

د ارګ ویاند «صدیق صدیقي» چې په کابل کې یې یوې ناستې ته خبرې کولې، وویل « موږ اړ نه یو د طالبانو فرمایشونه ومنو، طالبان یو اقلیت دی او کله هم د هغه حکومت په وړاندې د درېدلو جرات نه لري، چې د افغانستان دېرش میلیونه نفوس یې ملاتړی دی».

نوموړي زیاته کړه « له افغان حکومت سره د طالبانو له لوري مستقیمې خبرې نه کول، ددې ډلې یوه تېروتنه ده، افغان حکومت له طالبانو سره د مخامخ خبرو هرکلی کوي او د جمهوریت او ملي ګټو له ادرسه له دې ډلې سره خبرو ته تیار دی».

د صدیقي په قول، له طالبانو سره د خبرو په موخه یې پنځلس کسیز پلاوی ټاکلی او د مذاکراتو د پیل په صورت کې به کله هم له اتلس کلنو لاسته راوړنو تېر شي.

ګډ حکومت داسې مهال د سولې په برخه کې د طالبانو غوښتنې په فرمایشونو تعبیروي، چې څو ورځې وړاندې طالبانو له حکومت وغوښتل څو خپل مذاکراتي ټیم وټاکي او د مذاکره کوونکو نومونه له دوی سره شریک کړي.

د طالبانو په غبرګون کې د ګډ حکومت مشر یاده کړه، چې د مذاکراتو د پیل تر ورځې به د مذاکراتي ټیم نومونه په دې موخه پټ ساتي، څوله  مذاکره کوونکی پلاوي سره یې د ابوظبۍ د ناستې کانه تکرار نشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

زمافکرواقعت دنجیب دورته ګرځي حکومت تنزل نه کوي خپله دیمکراسي ډنګه وي بایدامریکاورته په کلکه ګوت څنډنه وکړي چي څوک یاست ماراوستلی یاست: لماسره به زي کني طالب که درته راغلی کولاب ته به زغلی

گل محمد نوری

کله چی خلیزاد هغه مسوده او د تیرو پړاونو هغه بحثونه چی طالبانو له ولس پټ کړی وو او هغه نهایی راپور یا مسوده به له ولسمشر سره شریک او هغه خبری چی د ولس او هیواد په نقصان وی د آزاد رسانیو له لاری د هغه کسان چی په آرګ کی کاری کوی شریکی شی ځکه ولسمشر کوښښ کوی ترڅو پدی مسوده هغه ټکی وغندی چی پاکستان په طرحه ورپکی ځای په ځای شوی نو انتظار به وباسو چی څه کیږی ځکه اوس وخت کی هر سړی نظر ورکوی نو لدی لپاره څوک یو شخص ته ښکنځل کوی هغه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x