افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان: حکومت د بشري حقونو له کارکوونکو ملاتړ نه کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،۶ وږی، ۱۳۹۸ل): د بښنې نړیوال سازمان وايي، د کابل حکومت د بشري حقونو له فعالانو ملاتړ نه دی کړی او ددې فعالانو په وړاندې شته خنډ ونه یې له منځه نه دي وړي.

د بښنې نړیوال سازمان نن ورځ «چهارشنبه» د یوه راپور په خپرولو سره یاده کړې، چې ددې سازمان کارکوونکي د حکومت او  وسلوالو له ګواښونو او بریدونو سره مخ دي او د حکومتي چارواکو له لوري وهل او یا هم ځورول کېږي.

په یاد راپور کې راغلي « د افغانستان حکومت په تېرو څو کلونو کې د بشري حقونو د فعالانو په وړاندې شته ستونزو ته لاسرسی نه دی کړی،  د پېښو عاملین یې قضايي ارګانونو ته نه دي ورپېژندلي او نه یې هم په کافي اندازه د انساني حقونو دکارکوونکو ملاتړلې».

د یاد سازمان د راپور په اساس، دوی چې کله له دولتي مقاماتو او یا هم د انساني حقونو د کارکوونکو په وړاندې د تهدید پېښوونکو شکایت حکومت ته کړی، هغوی ورته د ځان ساتنې لپاره د شخصي وسلو ګرځولو توصیه کړې.

د بښنې نړیوال سازمان له دې سره، سره د خپلو ځینو کارکوونکو له قوله لیکلی، چې هغوی نور په دولت باندې باور نلري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x