
پر کونړ د پاکستان له لوري توغول شوي راکيټ «۹» ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې
نن ټکی اسیا (چهارشنبه،۶ وږی، ۱۳۹۸ل): د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ باندې د پاکستاني ځواکونو له لوري توغول شوي راکيټ ۳ ماشومان وژلي او ۶ نور ټپیان کړي.
د کونړ ولایت د والي ویاند «عبدالغني مصمم» وايي « نن ورځ ماسپښین مهال د پاکستان له لوري توغول شوي راکېټ د دانګام ولسوالۍ په خروپټي نومي سیمه کې لګیدلي، چې په پایله کې یې ۹ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې».
د مصمم په خبره ټپیان یې د درملنې په موخه تر روغتونو رسولي.
بل لور ته د یاد ولایت امنیتي چاروکي وایي، په تېرو دریو اونیو کې شاوخوا ۷۰۰ مرمۍ د پاکستان له لوري راغلي چې مالي او ځاني زیانونه یې اړولي.
پاکستان وروسته له هغه په کونړ ولایت یو ځل بیا راکېټونه ویشتلي، چې تېره ورځ په ملګرو ملتونو کې د ګډ حکومت استازې «عادله راز» د پاکستان له دې چلند څخه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت کړی وو.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویل شوي وو، چې کابل حکومت له بیا، بیا غوښتنو سره، سره پاکستان د افغانستان په خاوره د راکېټونو ویشتلو بهیر نه دی درولی.
ذبيح الله مجاهد صاحب کله به يې غندنه وکړي.
ذنیح الله یی پټ په خوب غندی څنګه د پلار او مور کارونه څوک غندی؟
د ارگ غلامان د څه لپاره دي چه په زبيح الله مجاهد يي غندنه كوي.
لمر په دوو گتو پټوی!!!
خير تا خپله وويل چې د ارګ غلامان.
زه وايم چې مجاهد صاحب به خپلواک وي هغه ولی چپ دی دلته دی خپل خودمختاريت ثابت کړي. هسي د ورور وژنی خبرونه خو دم ګړی نشروي.
د ارګ غلامان خو ملا او خوله ماته شویده، خو د پنجاب غلامان هم د غلامی د وجهی ورته سر ټیټی دی او که غندنه یی وکړی بیانو پنجاب بادار یی خفه کیږی.
یو طرف ته د امریکا غلامان دی او بل لور ته د پنجاب غلامان دی په مینځ کی یی ملت او خاوره سوځی او تالا کیږی.
یا الله پدی ملت او خاوری رحم وکړی.
یاسر ## ته: د ارګ غلامانو خو د ملل متحد شورا ته هم شکایت وکړ نو څه یی له لاسه نکیږی، طالبانو سره جنګ وکړی یا پاکستان سره. خو طالبان کچیری ځان افغانان وایی بیا د هغوی هم د فکستان برید وغندی. د ٫##.
چي هوایی ځواک اوحریم مکمل ترقیادت لاندي راسي بیابه دنرزوی نوی چی توغندی راوغورځوی
ددوی په قیادت کی د شمال تاکان چا وریبل، کورونه چا وسوزول؟؟ هلته هم تور پنجاب توپونه او جنگونه رهبری کول
دوستانو موږ باید لږ له خپل عقل څخه کار واخلو او تل یو بل د کنځا کولو په ځای منطقی دلیل وړاندی کړو ددی ډول بریدونو دوه دلایل دی: لومړی کله چی ګلبدین سره د سولی توافق نه وو شوی نو پاکستان هم په هغه وخت کی کونړ وویشت او بیا چی کله تیره هفته دی کنړ ته تللی د شمشاد تلویزون دده تیر تاریخ او د اوسیدلو ځای معلوم کړ او ویی ویل چی دی ځای ته امنیتی ځواکونه نشی راتللی مګر ګلبدین راتللی شی، چی کله موافقه وشوه نو ګلبدین په کنړ کی ظاهر او بیا له لغمان… نور لوستل »
د کابل د غلامی اداری چپلاسی هم بی دروغو خبره ځکه نه شی کولای چه د دورغو، غلاوو اودرغیو ډکه اداره ده . والی او ویاند یی دواړه په دروغو شبی ورځی تیروی او د امریکا ډالر هضموی. لمړی فکر کوم چه نه توغندی چا ګذار کړی او نه پری څوک مړه او زخمی شوی. فرض کړه دا خبره یی سمه چه څوک مړه دی توغندی له هر ځایه وارول کیدی شی افغانستان کی د امریکا په ګډون د ۴۹ هیوادو استخبارات ، بلیک واتر او داعشیان شتون لری توغندی د هر چا سره دی او غلامه اداره تر ټولو… نور لوستل »
په دی مسلی سره دوحشت ملی حکومت هیڅ ځان ورباندی نه خبروی، بل طرفه طالبان چه ځان د وطن دفاع ګر بولی او همیش یی د پاکستان په اشاره زمونږ د وطن ملی ګټی د پاکستان څخه قربان کړی دی او د هغوی په اشاره یی زمونږ وطن د اسلام د نوم لاندی په غلطی استفادی سره هیواد یی فقر بیچاره ګی او تورو تیارو ته اچولی دی او همیش یی زمونږ افغانان په یو او بل نوم سره وژلی دی او د پرمختګ او انکشاف مانع دی،لخوا حکومت هم اګثرآ وخت ملکی خلک وژلی دی ، د پاکستان دا… نور لوستل »
د حکومت خخه ددفاع طمعه مه کوی زکه نه فزیکی توان لری او نه هم معنوی.
طالب خوار هم همداسی درواخله ددوی په واک کی په کابل کی تقریبا ۳۰۰۰ غت ژیری پنجابی کماندو د شمال جنگ رهبری کاوه هلته کونر نه بلکی شمال ویشتل کیدی.
اوس هم د طالب او هم د حکومت زینو افرادو سر خلاص دی چی دواره غلامان یو.
خدای تعالی دی صلحه وکی چی یواری موژ متحد سو دخارجی یرغل په مقابل کی افغانان تکره دی اوس نو دواره خوار غلامان سه وکی؟؟
يو واری ګران افغانستان د نړيوالو د شره ځان خلاص کړی د خيره سره بيا دی دا د پنجاب تورلينګی په اشتباه سره هم يو راکټ را وار کړی ، اوس خو ميدان چغالی دی ، او طالبانو کرامو ته اوسمهال دا ګبر او نړيخوره اشغال لمړيتوب لری چی ويی شړی .