نړۍ

مکسيکو: پر نايټ کې کلب بريد کې ۲۳ کسان وژل شوي، ۱۳ ټپيان دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،۶ وږی، ۱۳۹۸ل): مکسيکو کې پر نايټ کلب وسله وال برید شوی، چې له امله ۲۳ کسان ټپيان شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.

د رپوټونو له مخې دا پېښه د مکسيکو په ساحلي ښار «زيک کولو کاس» کې شوي دي.

بریدګرو نايټ کلب ته له داخلېدو سره هلته پر خلکو ډزې کړي او کلب ته يې اور اچولی دی.

د امریکايي رسنيو په وينا په وژل شوو کې اته ښځې هم دي او ديارلس تنه سخت ټپيان هم دي.

د مکسيکو د کورنيو چارو وزارت وايي، کېدای شي د پېښې تر شا د نا مسؤولو خپلسرو وسله والو ډلو لاس وي.

چارواکي وايي، د پېښې لپاره سيمې ته امنيتي ځواکونه رسېدلي، د مشکولو وسله والو لټون او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نواب

دا غنی او دده دلگی خسیان دی چه پرپاکستان برید نشی کولی امریکا اوناتو هم ورسره؟

اجمل

دا برید به هم طالبانو کړی وی. کچیری طالبان افغانی طالبان وی بیا دی د کونر د راکټونو برید وغندی.

گل محمد نوری

اجمل جانه ورور سلام، دا دولت دنده چی له خپلو اتباعو ساتنه وکړی که هر ډول لاری وی ځکه امریکا افغانستان حکومت سره ۱۹ کاله مرسته وکړ نو موږ افغان باید د پاکستان په نیمایی اندازه ځواکمن نظامی ځواکونو درلودلای چی اقلآ پداسی حالاتو موږ پاکستان یوڅه ځواب ویلی وو. که تاسی په یاد ښاغلی حامد کرزی تل به ویل چی جنګ او سوله د امریکا او پاکستان په لاس کی ده کله چی پاکستان د افغانستان په خاور حملی کوی نو امریکا او نړیواله ټولنه ولی د پاکستان په برید باندی پټی سترګی نیولی او نیسی یی، بیا د… نور لوستل »

مجاهد

اجمل صاحب ! ستا عقل او تفکر هم درڅخه ستاسی غنی بابا تر لاسه کړی که تاسی ته یی ذره تفکر پریښی وی داسی څه به دی نه لیکل

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x