نظــر

شيخ فريده پټه خوله دې بهتري ده

د،ب،هيښ

وايي  فريد په کلي کي تر ټولو په بې عقلۍ او ليونتوب کې مشهور وو   سړئ و . سروکار يې د بد عمله او بېباکه عناصرو سره وو .  ددې او   شاوخوا کليو  غله ، لوفر ، مجرمين ، شر اندازان او فساديان چې نارواوې ، کوتاه طريقۍ ، غلا او لوچکي يې رسوا شوې وې  او پيژندل شوي وو   ، د خپل جرمي کاروبار د سقوط سره مخامخ شول . نو يې مصلحت وکړ چې را ځۍ د پيرۍ او موريدۍ له لارې د خلکو ذهنيت ته تغير ور کړو . په ظاهره به هل هول کوو  او ځانونه به تقوا داره او دينداره ښيو ، خو په باطن کې به  د پيرۍ -موريدۍ په جامه کې  خپل جرمي کسب کوو .

د پيرۍ د پاره يې فريد  وټاکه او نوم يې شیخ فريد پرې کيښود ، خو شرط يې پرې کيښود چې خبرې به نه کوي او په  پټه خوله به دم ، دوعا ، څاښتونه ، خوردې او تاويذونه کوي . د شيخ فريد د شهرت  د پاره يې په تبليغ شروع وکړه  او دده په هکله يې  دا خبره مشهوره او دهرچا تر غوږو ورسوله چې شېخ فريد ډېر لوی عالم ،  بزرګ او ولي  دئ . د خلکو حاجت پوره کول ، دم ، درود او تاويذونه په چپه خوله کوي . د ملګرو د  درواغو قسمونو او تبليغ له وجهې خلک پرې را مات شول او د ده به ئی ډير قدر کاوه .
شیخ فريد چې دا حال وليد ، په زړه  کې يې را وګرزیدل ، چې دا مخلوق په چوپه خوله دومره په ما مين دي ، که زه خبرې ، وعظ او نصيحت شروع کړم ، نو قدر او عزت به مې نور هم څو چنده زيات شي .

د دوستانو د صلاح نه بغير يې د موريدانو او عقيدت مندانو يوه لوی ټولي ته تقرير شروع کړ  او په داسې  اپلتو ،چرندياتو او مزخرفاتو يې شروع وکړه ‌ ، چې د جاهل خبرې هم ترې ډيرې ښې وي . خلکو  ورو ورو ترې پاڅیدل  شروع کړل او شيخ فريد يوازې پاته شو  . په دې وخت کې يې دوستان راغلل او په غوصه يې و ته وويل :

چوپ شه ، چوپ شه شېخ فريده
پټه خوله دی بهتري ده .

اشرف غني د کابل د اجنتې ادارې شيخ فريد چې د اشغالګرو او

دهغوی د اجنتانو ، غلو ، غاصبو ، قاتلو او جنايتکاره  ملګرو په اغراقي اميزه مدح او د خپلې مېډيا تر وسيع پوښښ لاندې يې د جهان د دوهم متفکر تر  کاذب مقامه ورساوه او ددې زمانی  عقل کل او جامع الکمالات يې ترې جوړ کړ  ، خو د چوپې خولې ساتلو شرط يې نه دئ پرې عملي کړئ . اشرف غني چې د ځان په هکله دومره صفتونه واورېدل  د  د چتې  ووت او عقلاني کنترول يې نور هم دلاسه ورکړ . په زړه کې يې را وګرزیدل  چې تقرير او خبرې به ئی نور هم مشهور  کړي او پړسول شوئ شخصيت به يې نور هم و پړسيږي  ‌. خو په خپلو  حکيمانه ويناوو يې  خپل ځان په خپله رسوا او پوچ ماهيت يې خلکو ته وښود ‌ . کاش اڼډيوالاتو يې د چوپې  خولې او خبرې نه کولو  بنديز پرې لګولئ وائ ، څو ددې رسوايانو سره نه واي مخامخ شوي .

اشرف غني د طلوع تيلويزيون سره په مرکه کې وايي :

زه د خلکو د رايو په زور  اولسمشر شوئ يم  په امريکايي ټانک سپور خو نه يم راغلئ .  خو چې  ژورنالست ترې پوښتنه کوي چې ولې د قدرت د اودلا سره د جانکيري په امر ووېشلو فوراا وايي چې د ملي مصلحت د پاره مې دا قرباني ورکړه او ديوه خونړي بحران مخه مې ونيوله .

مانا دا چې د اولس رايه ، تصميم ، ټاکنه او پریکړه ( چې د اجنتې ادارې اراکين يې په هره خبره کې لکه تکيه کلام ذکر کوي او ځانونه ورته مؤمن بولي  ) مهمه او د سياسي قدرت منبع نه ده بلکې مصلحت اولويت لري .

ارګمشري  انتخابي نه بلکې مصلحتي ده .

اولس او رايه يې  د مصلحت په مقابل کې بې ارزښته ، بې مانا  او د سياسي قدرت سرچينه نه ده .

انتخابات ، مڼډې ترړې ، د اولس د ارادې احترام او د اولسواکۍ يا جمهوريت  تشې نارې  ،خيالي  غورې  ،لاپې او  هسې چټيات ، فريب  او مطلق دروغ  دي   او  سياسي قدرت د  اولس د چينې نه  نه اوبه کيږي بلکې د امريکا  د سفارت  د  کوزې د څښکوري نه اوبه شوئ دئ  .

ښه چې د نظام او قدرت منبع اولس نه شو  او د جعلي قدرت منبع (  يعنې تقلبي دموکراسۍ ، جمهوريت او اولسواکۍ ) مصلحت شو  بيا په کوم دليل  په  يوه موزه کی د دوو پښو  د ننه ايستلو زورونه وهې او د يوې مهمی حياتي  مسالې   په هکله چې سوله ده  د جمهوريت ، انتخابات او  اولس د  رايو په  اصل ځان نښلول بانه کوې او دجنګ او دولتي ترور  ابعاد نور هم  وينه ناک ، وحشيتر او جنايت تر کوې  ؟

ايا د جنګ ختمیدل ، د افغانانو ډوژنو او وينې بهيدلو بندیدل ، د ټولو افغانانو په مشارکت ، مفاهمت او موافقت د افغانستان تراژيدي ته د حل لاره پيداکول او اولس د روان عذاب نه خلاصول  اسلامي -ملي او انساني  مصلحت نه دئ ؟

که نه تاته او ستا شاوخوا د قدرت ليونيانو ته فقط د تاسو په قدرت پاته کېدل مصلحت دئ ولو که  د هر جنايت ، ملي خيانت او ملي مصيبت په قیمت هم وي ؟

په ټولنيزو او سياسي علومو او زموږ په افغاني کلتور کې داسې متضاد  دريځ ته منافقت ، دوه مخي او شيطانت وايي او هغه څوک چې دا شان دريځ اختياروي منافق، دوه مخی  او شيطان بلل کيږي .

منافق او دوه مخی حتا په يوه فاميل کې مقبوليت او قبوليت نه لري او شيطان خو رجيم او رټل شوئ دئ ، نو په افغاني ټولنه کې  به څوک ستا ددې هايپوکراتيکې لاری تاييد وکړي او در سره مل به شي ، بی د څو ستا په شان خصلت لرونکو  عناصرو ؟

نوم د په ځان متفکر ايښئ دئ ، خو چې ستا خبرو او کړنو ته يو څوک دقيق نظر واچوي ، ولا که د دوو خرو د وښو د ويشلو کمال هم در کې موجود وي ‌ . نه په انتخاباتو  ايمان او باور لرې او نه په مصلحت ، فقط د قدرت او شهرت د  اعتياد او جنون څوکې ته رسولئ يې  . هسې اشغالګرو د پښتنو وطنفروشانو په افلاس کې  د پښتنو د غولولو او د شمال د لڼډ غرو  د رضايت او د هغوی نه د پياده عسکرو په شکل ورنه د کار اخستلو  د پاره څو موده درنه استفاده وکړه . اوس امريکايانو ته هم نور تر وخت تير سېبازول او زنګ وهلي داغمه  پرزه يې چې هیڅ درد او دستګاه ته قابل  استعمال او استفادې  نه يې .

دا خو هم اظهر من الشمس ده چې که واقعي انتخابات ( چی ازادي ، خپلواکي او امنيت يې اصول او شرايط دې ) داير شي  ، غلامان او د پرديو اجنتان حتا په‌ کې د شراکت چانس نه لري اولس مشرۍ  ته رسېدل خو د مرغه پۍ دي . دا د اشغال برکت او شفقت وو ، چې مداريان او د وطن نه فراريان يې د ارګ په څوکيو چوخ کړل . که نه چېرته هندوان او چېرته توتان .

نو ستا په دې  لجوجانه  اصرار باندې  چې اول  نامنهاده او جعلي انتخابات   او بيا سوله ، ټول پوهيږي چې دانتخاباتو مساله او اهميت مطرح نه دئ ، بلکې ددې پوشالي منصب له لاسه ورکولو غم درسره دئ  ځکه د اجنتې ادارې په راس کې دمداريانو او فراريانو نصبېدل د جنګ او اشغال محصول دئ  .   د اشغال سره  په جنګ کې د اشغالګرو   له لوري  ويشل شوي مقامونه به  د اشغال او جنګ په ختمېدلو سره  په اتوماتيک شکل له منځه ځي   او داسې څوک به ټاکل کيږي او سياسي صحنې ته به  راځي  چې د ازاد ، خپلواک او امن افغانستان محصول وي ، نه د پرديو وارداتي توکي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

لکه هر تیر وختونه ژوندی اوسې هیښه !

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x