افغانستان

ناټو: د سولې تر هوکړې وروسته هم د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره پاتې کېږو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،۶ وږی، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې چې د طالبانو او امریکا تر منځ د بهرنیو ځواکونو د وتلو خبرې توافق ته رسېدلې ښکاري؛ ناټو وايي، ځواکونه به یې د سولې تر هوکړې وروسته هم په افغانستان کې پاتې وي، تر څو له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

د طلوع نیوز د راپور په اساس، دغه څرګندونې د افغانستان لپاره د ناټو سازمان ملکي استازي «نیکولاس کي» وکړې، نوموړي وویل «ناټو به د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره د افغانانو د اتلس کلنو لاسته راوړنو په ساتلو کې مرسته وکړي او ان د سولې تر هوکړې وروسته به هم د امنیتی ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.».

نوموړي په څرګندو ټکو وویل « ناټو له افغانستان څخه نه وزي، ناټو د افغان امنیتي ځواکونو د ساتلو او ملاتړ لپاره دلته پاتې کېږي.

نیکولاس ددې تر څنګ په ټاکنو باندې ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، چې یاد سازمان د ټاکنو لپاره د امنیت په برخه کې له دولتي ځواکونو او کابل حکومت سره په ګډه کار کوي.

ناټو داسې مهال په افغانستان کې د نړیوالو عسکرو په پاتې کېدلو ټینګار کوي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ نهم پړاو خبرې نهايي شوې او تمه ده په نږدې راتلونکې کې د دواړو لورو تر منځ دیوه توافق له لاسلیک وروسته ټول بهرني عسکر د یوه ټاکلي مهالوېش له مخې افغانستان پرېږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

داچی موافقتنامه کی به څه وی هغه به ډير ژر روښانه شی ، داچی ناټو وايی مونږ پاته کيږو او د خپلو غلامانو ملاتړ کوو ، که دوی دا وايی چی تر پوره وتلو پوری يی ملاتړ کوو خو بيله خبره ده چی خليلزاد هم دا خبره کړی وه ، او که ناټو دا وايی چی وروسته يی هم ملاتړ کوو ، نو ناټو څه او څوک ده ، د ناټو قوماندان امريکا ده بيله امريکا ناټو هيڅ هم نده .
ناټو هم لکه غلام دولت خپل وزن نه پيژنی .

اجمل

جمیل ته: ستاسو هدف څه دی، غواړی چی د امریکایانو له وتو وروسته هم جګړه دوده وساتل شی، غواړی چی دا مجهزه اردو د مجاهدینو په شان د پنجابیانو په امر سره دړی وړی کړی. تر اوسه مو څو ولایتونه له دی اردو څخه نیولی دي؟ که داسی وی بیا نو سوله موله نشته او جنګ به همداسی ادامه ولری. د افغانستان اردو له دنیا والو سره امضا کړی موافقی او تړونونه لری او نړی یی په رسمیت پیژنی، امریکا نه روس نه به کمک وغواړی لکه چی تاسی ورغلی. داسی خبری وکړه: ناتو به وځی خامخا، طالبان جمع افغان… نور لوستل »

پتنګ

غول خوري داحمق دې کارته دوی هیڅ حقوقي لاره نلري چې سر امریکا لاړه شي لکۍ یې هیڅ کار نشي کولی او نه د پاتېکېدو حق لري !

الحاج استاذ بیانزی

د نظم نوین جهانی ( امریکا ) د افغانستان، پاکستان، سعودی او داسی نورو په شان د نآتو غړی هیوادونه یی هم غلامان دی کیدی شی د نورو غلامانو سره یی توپیر دا وی چه دوی به لمړی کلاس غلامان وی. وایی باران په تالاشا وشو او خره یی د راموړو یووړل، خیالی القاعدی په امریکا خیالی یرغل وکړو مګر ناتو تر امریکا لا نیغه نیغه کیږی ، د امریکا په امر خپل ایرو او خپلی وینی خاوری کوی. سره د دی چه ویل کیږی امریکا هم دناتو په چوکات کی جنګیږی مګر عمل کی بیا ناتو د امریکا د… نور لوستل »

محمود

دا وطن مو څه د پلار نده ، چې ستاسو خوښي به په کې چلیږي، دلته مړيني ژوند کوي، اتلس کاله يې د سر په کاسه اوبه درکړې، کله چې پلار امریکا خو پيښې سپوکه وي، تاسو به هرومرو ورسره ځئ.
کنه، ورشئ یو ځل تاریخ مطالعه کړئ، دلته د غلامانو عمر کم وي، وطن زموږ ده، اختیار به يې له موږ سره وي، تاسو یرغلګر یاست ، تاسو اشغالګر یاست، تاسو ته به په هره لاره او کوڅه کې موږ د مرګ کندي جوړه و.
بالآخر تاسو به ټیټ سترګي ځئ.
وما ذالک علی الله بعزیز

جميل

اجمله وروره ! تاسو لمړی د اجيری غلامی اردو باټی ولی او بيا د بهرنيانو سره تړونونه يادوی . پدی ښه پوره سر خلاص کړی ، دا واری خو ۵۰ درسره وه چی سم نيمی يی تر اوسه تښتيدلی ، بيابه دا ۵۰ درسره نشی خو که ۵۰ نور هم پر اضافه کړی بيابه هم دی بهادرو مجاهدينو ته ټينګ نشی . د مرتد نجيب اردو او بيا دا مردارخوره اردو چی زمونږ د دين ، زمونږ د ولس او زمونږ د هيواد دښمنه ، قاتله او ورانوونکی اردو چی بيله سِکس ، ډرَګ او مَنی بل شی يی ندی… نور لوستل »

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x