نړۍ

روسيه: د امریکا او طالبانو هوکړه کې ضمانت او درېمګړيتوب ته حاضر یو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۷ وږی، ۱۳۹۸ل): د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، مسکو د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه کې ضمانت او درېيمګړيتوب ته حاضر دی.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخاروفا دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د نهم پړاو خبرو کې بې ساري پرمختګونه شوي دي او دواړه لوري هوکړې ته نږدې شوي دي.

د رپوټونو له مخې امریکا به له طالبانو سره د هوکړې په پایله کې خپل ټول عسکر له افغانستانه باسي او په مقابل کې به يې طالبان امریکا ته د ګواښ نه پېښېدو ضمانت ورکوي.

د روسيې «ټاس» خبري اژانس د ماريا زاخاروفا له قوله ليکلي، روسيه د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه کې د دريمګړي او ضمانت کوونکي په توګه ګډون ته چمتو ده.

د افغانستان کشالې د پای ته رسولو لپاره د طالبانو او امریکا ترمنځ د نهم پړاو خبرې بيګا شپه هم ترناوخته روانې وې او په دغو کې خبرو کې د طالبانو سیاسي مرستيال او قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او د امریکايي ديپلوماتانو مشر مرکچي زلمي خلیلزاد هم ګډون درلود.

د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين په خپله ټويټرپاڼه کې ويلي، تېره شپه هم تر دوه نیمو بجو له امریکا سره خبرې روانې وې او سبا د ورځې يوه نيمه بجه به دغه ناسته بيا پيل شي.

ټاکل شوې وه، چې زلمی خلیلزاد تېره ورځ کابل ته راشي او د ګډ حکومت له چارواکو سره د تيارې شوې مسودې په متن خبرې وکړي، خو د نوموړي سفر يو ځل بيا له ځنډ سره مخ شو او طالبانو سره يې خبرې اوږدې شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د مادیاتو او معنویاتو جګړه ده ، طبیعی ده چه طالب مشرانو ګټلی او ګټی به یی انشالله . الله ج د بریاوو د پاره ایمان شرط ټاکلی طالب مشران ایمان او تقوی لری مقابل اړخ یی حریص او خبیث دی. طالب مشران سبیڅلی هدف لری چه هغه د خلکو، خاوری او خبلواکی دفاع او د الهی نظام قایمول دی او مقابل اړخ د الله ج دشمنان، غله، دروغجن او درغلی هنر ګڼی د دجال لښکر دی زمکه کی د خدایی دعوی کولو د پاره د نړیوال حکومت تاسیسولو هڅو کی دی مګر دغه هڅی یی خوب او خیال شوی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x