افغانستان

د طالبانو او امریکا خبرې به نن هم روانې وي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۷ وږی، ۱۳۹۸ل): په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د نهم پړاو خبرې تېره شپه هم تر دوه نيمو بجو پورې روانې وې.

د طالبانو د سياسي دفتر وياند  سهيل شاهين ويلي، تېره شپه هم تر دوه نيمو بجو له امریکايي پلاوي سره په خبرو لګيا وو او نن يوه نيمه بجه به يو ځل بيا دغه خبرې پيل شي.

د ښاغلي شاهين په وينا په دغو خبرو کې د طالبانو سياسي مرستيال او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او د امریکايي ديپلوماتانو مشر مرکچي زلمي خلیلزاد هم ګډون درلود.

ځينې رسنيو وړمه ورځ ويلي و، د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې نهايي شوي، خو طالبان وايي، لا هم پر ځينو مهمو ټکو بحث ته اړتيا ده.

د پاکستان «ايکسپريس ټريبيون» ورځپاڼې ليکلي، طالبان او امریکا د مسودې په هره کلمه چنې وهي.

خبريالان وايي، د طالبانو او امریکا له روانو مذاکراتو معلومات ترلاسه کول ستونزمن دي او له مسؤول جهت پرته هېڅوک چا ته معلومات نه ورکوي.

تمه وه، چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد تېره ورځ کابل ته راشي، خو له طالبانو سره د خبرو اوږدېدو له امله په دوحه کې پاتې شو.

د سولې خبرو له نهايي کېدو سره په افغانستان کې د ټاکنو منډې ترړې په سړېدو دي او د ولسمشريزو ټاکنو کانديد عبدالله عبدالله هم تېره ورځ ويلي و، د سولې لپاره له ټاکنو د تېرېدو قربانۍ ته تيار دی.

ځينو سرچينو ويلي، د ګډ حکومت مشر اشرف غني هم د خپل ټاکنيز کمپاين مسؤولينو ته ويلي، چې لګښتونه او هڅې محدودې کړي.

داسې ښکاري، چې د سولې مسودې له نهايي کېدو سره به پر ټاکنو د اشرف غني ټينګار هم کمزوری شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

فکر کوم چی دا وړی به شړی نشی. کچیری سوله هم وشی د حکومت سره لوی جنجال پاتی دی. افغانان به هیڅکله سره جوړ نشی بیا چی تر منځ یی پنجاب غوندی شیطانان هم موجود وي. الله د خیر کړی.

اجمل

چی ## او ## پکی وی هغه خبری چیری سر ته رسي. څوک وایی چی دا خبری د افغانانو او امریکایانو تر منځ دی. یو ګروپ د خرڅ شویو افغانانو د پاکستان په نمایندګی امریکایانو سره خبری کوي. آیا اوروسته به دوی ملت ته قابل قبول وي؟ فکر نکوم.

جميل

دا افغانان دی تر څو چی په ويی نه منی نه يی پريږدی ، اوس ښه سم په لاس ورغلی .

اجمل

امریکایان هم ګډی وړی خبری کوی. اوس ترمپ وایی چی مجبور یو افغانستان کی پاتی شو. دی د سولی خبرونه هم څه جوړ شول. نور نو خلګ هم انتظار کولای نشی.

عبدالمالک همت

هلته په قطر کي د امريکايانو او طالبانو ترمنځ دغه لوړي خبري رواني دي ، خو ټرمپ نوري بې حيایی کوي او د کابل په شومه اداره پوري په يوه تړلې رسنۍ کي د ده د دغو بې حياييو په اړه داسي خبر خپور سوی دی: ټرمپ وايي، له طالبانو سره له موافقې وروسته به هم امریکا پوځي حضور ته دوام ورکړي (پنجشنبه – د سنبلې ۷) د امریکا ولسمشر ډانلډ ترمپ نن (پنجشنبه) وویل: امریکا به حتي که له طالبانو سره د افغانستان د اتلس کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره موافقې ته وهم رسېږي، په سیمه کې… نور لوستل »

مجاهد

د شلو کالو وران کور په شلو کالو کی نه جوږیږی جوړول د ورانولو په کچه ډیر وخت ته اړه لری، ښه خبره د اده چه مجاهدین لاس بری او د اشغالګرو له خوا ننواتی او واسطی شوی چه روغه کوو د مجاهد اولس سره زمونږ وس نه رسیږی نو روغه به خامخا انشالله کیږی. غلامی، ناوړه او فاسدی اداری ته د حکومت نوم اخستل له نارینه وو څخه د بچو زیږولو مثال لری، غلامان چه چا راوستی دغنی او کرزی په ګډون خو د اشغلګرو هیوادو بیعت لری د افغانستان په بیعت اخستنه شرمیږی، د غنی په ګډون د… نور لوستل »

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x