افغانستان

ډانفورډ: د بهرنیو عسکرو را ایستل د افغانستان په امنیتي وضعیت پورې تړاو لري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۷ وږی، ۱۳۹۸ل):د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټي رئیس «جوزف ډانفورډ» وايي، لا هم په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو پاتې کېدلو ته اړتیا لیدل کېږي تر څو د افغان امنیتي ځواکونو روزنه وکړي.

جوزف ډانفورډ چې د امریکا له دفاع وزیر «مایک اسپر» سره یې په ګډه یوې ناستې ته خبرې کولې وویل « له افغانستان څخه دبهرنیو عسکرو راوتل ددې هیواد په امنیتي وضعیت پورې تړلي، زموږ ځواکونه به تر هغه وخته په افغانستان کې شتون ولري، تر څو افغان امنیتي ځواکونه له تروریزم سره د مبارزې جوګه کېږي او ددې وړاندوینه نشو کولای چې افغان امنیتي ځواکونه به څه وخت په خپل ځان متکي کېږي».

نوموړي زیاته کړه « د امریکا او طالبانو مذاکرات د حکومت په همغږۍ مخته ځي او اصل موخه یې داده چې د طالبانو او امریکا تر منځ مخامخ خبرو ته لار پرانېزي».

ډانفورډ داسې مهال له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو وتل ددې هیواد په امنیتي وضعیت پورې مشروط بولي، چې د طالب او امریکايي ټیم مذاکرات د نهايي کېدلو لور ته تر بل هر وخت نږدې شوي او تمه ده د دواړو لور تر منځ د توافق له لاسلیک وروسته بهرني ځواکونه د یوه ځانګړي مهالوېش له مخې افغانستان پرېږدي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» تېره ورځ په خپل ټویټر ولیکل، چې په نږدې راتلونکي کې به خپل ملت ته غوره زېری ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

ډانفوډ رشتيا وايی ، په رشتيا هم د دوی وتل د افغانستان په امنيت پوری اړه لری ، تر څو چی دوی په افغانستان کی په امن کی وی دوی نه وزی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x