افغانستان

سلام مخابراتي شرکت ته د طالبانو ګواښ د امریکا سفیر غوسه کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۷ وږی، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د سلام مخابراتي شرکت پرسونل او تاسیاست خپل نظامي اهداف اعلان کړل؛ د امریکا سفیر طالبان ورانکاري بللي او په یاد مخابراتي شرکت بریدونو غوسه کړی.

جان باس په خپل ټویټر لیکلي « طالبان وايي موږ سوله غواړو او یوې داسې هوکړې ته نږدې یو چې افغانستان ته ثبات راولي؛ خو په عین وخت کې مخابراتي او نور هغه تاسیسات ورانوي چې افغانان ورباندې تکیه لري».

یاده دې وي، چې سلام مخابراتي شرکت ته د طالبانو تر ګواښ وروسته تر دې دمه د یاد شرکت یوه پایه په وردګو ولایت کې طالبانو له منځه وړي او په خوست کې یې د سلام شرکت په یوه سیمه ییز مرکز برید کړی، چې مالي زیان یې اړولی.

طالبانو ویلي وو، چې سلام شرکت یې شرایط نه مني او بهرنیانو ته جاسوسي کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
انجینر ظفرخان

ترکومه بریده چی زه معلومات لرم سلام مخابراتی شرکت کی لوی سهم دافغان دولت دی او ګټه یی هم افغانستان ته رسیږی له طالبانو څخه مو هیله داده چی دخپل وطن ملی تا سیسات وران نه کړی، که چیری دسولی موافقه په خیر لاسلیک شوه او دوی صباد لته حکومت کوی نوبیا به دداسی ورانکاره اعمالو په تر سره کولو د خلکو په مخ کی خجالت وی

پتنګ

خو مخبري اشغالګرو ته کوي او افغانان پرې وژني د مستعمیرې دا ذاتي خواص دي چې داولس په وژلو کې خپله افغان چارواکي له اشغالګرو سره ګډ لاسونه لري !!

غوربندي

هلکه ستا د دندې مسوولیتونه به محدودیژی.

سګشویانو ته ویزی ورکوه چې ورک شي

جميل

اوه د دوی خو بيا داسی ژر ږغونه پورته شول ، د طالبانو د اختار سره سم د باس غلامانو طالبانو ته اعلان وکړ چی لاس مو خلاس هيڅ هم نشی کولی ، دوی به خامخا دا فکر کاوه چی طالبان مسخری کوی بيله دی چی په پوه شی چی طالبان دوی غوندی جاهله ندی چی په هرڅه مسخری وکړی د هغوی ټوله کارونه سنجيده دی الحمدلله . سلام مخابراتی شرکت ته : د مسلمان افغان پر خلاف و کافر دښمن ته جاسوسی او خدمت بند کړی ، پر تيرو پښيمانی څرګنده کړی او طالبانو ته زاری وکړی هغوی به… نور لوستل »

مجاهد

حیرانونکی !!!!!!!!!!!!! په ډیر ویاړ داکتر، او ماستر یا انجینیر هم ځانته وایی،ټوله نړی حتی اشغلګر به دی قانع شوی اعتراف یی کړی چه دوی زمونږ هیواد اشغال کړی له اشغال وروسته د دی اړه نشته چه مونږ حکومت تعریف کړو، د اشغلګرو د خپلو استعماری ګټو ( استثمارولو ) د پاره یوه غلامه اداره جوړه کړی. که دا هم ومنو چه حکومت دی، به دی خو هم قانع یاست چه دغه اداری چه تاسی یی (( افغان ډولتت )) یادوی د نړیوال فساد لمړی درجه طلای مدال تر لاسه کړی دد غه شرکت ټولی لاسته راړونی د ع او… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x