افغانستان

تخار کې یوه پولیس په «۱۳» کلن ماشوم جنسي تېری کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۷ وږی، ۱۳۹۸ل):د تخار ولایت په مرکز «تالقان» ښار کې د لومړۍ حوزې د «جنایي ادارې» یوه غړي ۱۳ کلن ماشوم لومړی تښتولی او وروسته یې جنسي تېری  ورباندې کړی.

د سلام وطندار د راپور په اساس، د تښتول شوي ماشوم پلار «نظر محمد» وايي، زوی یې د لوی اختر په لومړۍ ورځ د ښاروالۍ له چمن څخه تښتول شوی وو او څوارلس ورځې لا پته وو.

تښتول شوی ماشوم وایي، د فواد په نوم یوه پولیس چې د امنیه قوماندان «حشمت مسلم» له نږدې کسانو څخه دی، تښتولی وو او د څوار لس ورځني بند په مهال یې جنسي زور زیاتی ورسره کړی.

د تخار امنیه قومانداني هم پېښه مني او په خبره یې، پېښه تر څېړنې لاندې ده چې عاملین به یې په نږدې وخت کې قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.

د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند «خلیل اسیر» وايي، د ماشوم پلار لس ورځې وړاندې د خپل زوی د لا درکه کېدو عریضه کړې وه، پولیسو تر خپله وسه هڅه وکړه زوی یې وموندل شي، چې بالاخره تېره ورځ پیدا شو.

اسیر د امنیه قوماندان او مجرم پولیس تر منځ اړیکه رد کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دا خبرونه مه نشروی چی سبا د نارينو(زناکارو او لوطيانو) لپاره د امن کورونه جوړ نکړی .

سیدزرغون شاه آغا

بیاهم د۱۸کلودلاسته راوڼو یوه بله بیلګه. چی ملی پولیس پر۱۳کلن ماشوم تجاوزکوی، نو بیچاره دوستم ملامت ندی چی دماشمتوب څخه یی داکسب وه.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x