د یاداښت غوره کولو لپاره سبزي او تازه مېوه وخورئ!

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ وږی، ۱۳۹۸ل): د مېوې، سبزي او ماهیانو څخه د ډک خوراکي رژيم استعمال مو نه یوازې بدن ته یو شمېر ګټې رسوي بلکې دماغي فعالیت هم غوره کوي.

د پوهانو په وینا د یاداښت چټکولو لپاره د تازه مېوې او سبزیجاتو استعمال اړین دي.

شنه سبزي، تازه مېوه، ماهي، وچه مېوه او د زیتون زیات استعمال د انسان دماغي کارکردګي د زوال، ډي هایډریشن یا د هیرېدو ناروغۍ څخه په بشپړ ډول ژغوري.

په زړه پورې لا داده چې په منځني عمر کې چې مونږ کوم خوراک کوو زمونږ په دماغي فعالیت ژور اغیز کوي. که چیرته پورتني خواړه استعمال کړو د غوره یاداښت خاوندان کېدلای شو.

په پخوانۍ ټولو څیړنو کې دا خبره ثابته شوې چې د خوراکي رژیم او د دماغو زوال ترمنځ ژوره اړیکه موجوده ده .

د سبزیجاتو، تازه میوو او ماهیانو څخه ډک خوراکي رژیم مو په بوډاتوب کې هم دماغي فعالیت چټکوي، یاداښت ښه کوي او د انسان کې د ادراک ماده قوي ساتي.

ددغه ډول خوړو سره د انسان دماغي کمزوري ۲۴سلنه له منځه ځي.

سبزیجات او تازه میوې باید له کوچنیتوب څخه وخوړل شي تر څو مو په راتلونکي عمر کې په ګټه تمام شي او له دماغي ناروغیو څخه وژغورل شئ.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د