نظــر

سيد قطب؛ د تيوري او عمل امتزاج!

وحيدالله مصلح

نن د اګست ٢٩ مه ده او مونږ د دې ورځې د يو مظلوم مفسر د شهادت يادونه کوو، سيد قطب به تر هغې ژوندې وي تر څو چې د استبداد او جاهليت پر ضد په اسلامي هېوادونو کې مبارزه موجوده وي، او دا مبارزه به حتماً موجوده وي؛ ځکه د سيد قطب ادبيات موجود دي.

په دې دروغجنه نړۍ کې د سيدقطب په څېر تحريکي تيوريسن او د عمل د ډګر شهسوار ډېر کمسارى او اريانوونکى دى، تاسو د نورو جريانونو ډېرى نظرياتي پنځوونکي يوازې په تيوري کې ګورئ، هغوى د خپلو نظريو لپاره په خواريو او مبارزه کې نه شئ ليدلى… خو که سيد قطب ويل چې څوک فکر کوي اسلام له قربانۍ پرته حاکمېداى شي هغه د اسلام په روح نه پوهېږي، او بيا تاسو سيد قطب ګورئ، چې د دې قربانۍ پر کرښه د دار ټاليو ته سخت متين ګامونه اخلي.

دا يوازې سيد قطب نه وو او جمال عبدالناصر هم په مصر کې وروستى ځپونکى نه وو، د اخوان بسته تاريخ پر دې بېلګو پوره دى، له حسن البنا او سيد قطب نه نيولې تر ننه پورې د اخوان نظرياتي خط ورکوونکي له خپلو پيروانو مخکې د قربانيو په سيالۍ کې سر سر ته روان دي…

ښايي دا به د مصر خپله ځانګړ تيا وي چې هلته اکثره چارواکي د فرعون په خويونو کې شاهي کا او پر بيدارګرو چپاوونه کړي، خو دا مصر په همدغه ځانګړتيا کې د ويښتابه او له استبداده ياغي څپه هم په مستۍ کې زوروره ساتي.

اخوان؛ بيا په زندانونو کې!

نن هم د اخوان قيادت له خپلو لسګونو زره حرکي پيروانو سره د سيسي په زندان کې د قربانۍ بله مرحله تجربه کوي، نن هم د اخوان رنځور مرشد د مصر فرعوني زندان او د بل جمال په بدرنګيو کې د ظلم او وحشت انتها زغمي…

د سيسي په زندانونو کې د اخوان مخکينى مرشد استاد مهدي عاکف په هغه زهير او زاړه وجود شهيد شو، اوسنى مرشد استاد محمد بدېع همدغسې انجام ته انتظار باسي، د مصر منتخب ولسمشر محمد مرسي څو کاله د تنهايۍ کوټه کولپۍ کې وو او اخر يې شهيد کړ، او د مکتب ارشاد مشران او نور د سر سړي لکه عصام العريان، البلتاجي او بېشمېره نور د دې تعذيبونو زغمونکي دي.

که د اخوان د مشرانو تاريخ وګورئ نو تاسو يې يو مرشد هم داسې نه شئ موندلى چې زندان يې نه وي تېر کړى، امام حسن البنا يې شهيد کړ او تر هغه وروسته نورو مرشدينو استاد حسن الهضيبي، استاد عمر التلمساني، استاد محمد حامد ابوالنصر، استاد مصطفى مشهور، استاد مأمون الهضيبي، استاد محمد مهدي عاکف او استاد محمد بدېع ټولو د مصر د زندانونو تعذيبونه او بوږنوونکې تيارې تېرې کړي.

د قربانيو پرتله!

د اسلامي حرکت له قيادت نه نيولې تر غړيو او خواخوږيو؛ ټولو د مصري جلادانو او سکولار حکومتونو وحشي زندانونو کې داسې بېرحمۍ وزغملې او داسې ښايسته عمرونه يې په کې خاورې کړل، چې د نړۍ بل هيڅ جريان او هيڅ شخصيت يې سيالي نه شي کولاى.

زه دلته د جنوبي افريقا د نېلسن منډېلا او د هند د ګاندهي د زندانونو او سوليزې مبارزې ارزښت ته کم نه ګورم، خو دا حتماً وايم چې د اسلامي حرکت له دغه اوږدې سوليزې مبارزې او دوامدارو زندانونو سره حتى دوى هم نه شي پرتله کېداى، نه د کميت پر بنياد او نه په تحريکي اډانه کې د افرادي قوت په بنياد. اسلامي حرکت د خپلې هرې مرحلې نسل او قيادت قربانۍ ته وړاندې کړى خو د داخلي نظم پر ضد يې بلوا نه ده جوړه کړې، سولييز پاتې شوي او دا د اسلامي حرکت د کار خاصه ده.

اسلامي حرکت د اشغال او استعمار په وړاندې بيا اوسپنيز دى او د حماس په وجود کې د فلسطين د قضيې ګټلو مبارزه مخ ته وړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افتش عن انسان

رحمه الله الامام الشهيد السيد قطب واسال الله ان ان يرفع درجته واسال الله ان ينتقم من كل ظالم ومن كل طاغوت وما اكثرهم الان يارب عليك بالظالمين وعليك بالطوغات المجرمين

احمد

مصلح صاحب کور دی ودان دا منم چی د مصر اخوانی مشرانو به ددین د حاکمیت لپاره همداسی سر ښندنی کړی وی شهادتونه او خدمات دی یی الله تعالی قبول کړی خو کوم چی له هغه نه دا زمونږ دوخت مشرانو رنګ اخیستی وو لکه د ناټو مفتی سیاف حکومت یار بیران الدین ربانی او دی ته ورته ځه تعداد بیا په دی وړو کسانو کی چی دویم دریم لاس خلک دتنظیمونو وو دی خلکو خو له جفا خیانت وطن پلورنی پرته مونږ بل ځه ونه لیدل نو ځکه اوس د اخوانیانو نوم په مونږ ښه نه لګیږی

غ.حضرت

د امپریالیزم او استعمار او استحمار دښمنان ټول د قدر وړ دی، مهمه نه ده که سید قطب وی او که حسن البناء او که چګوارا او هوشی من او که فیډل کاسترو او که مانډیلا.. د مصر اخوانیانو د زمانی د نړیوال او محلی تفرعن په وړاندی ډیری ستری قربانی ورکړی دی چی عقلاً جنت پر واجب دی. دا چی د ثور تر اتمی وروسته افغان اخوان منحرف او خرڅ سو ( البته د شورویانو سره د تودی مبارزی او د پاکستان په ګیډه کی د نوکرانه تنفس په وخت کی هم د انحراف او ګمراهی په مکروب اخته… نور لوستل »

اجمل

غ. حضرت صیب ته: ماشاالله زما د فکر او عقیدی ملګریه.

جميل

حيران يو چی د چا ومنو زمونږ په الهی کتاب قرانکريم کی کريم د قتل او قتال او مسلح جهاد آيتونه د څه لپاره راغلی ، د الله(ج) رسول محمد(ص) او مبارکو سحابيانو(رض) ټولو مسلح جهاد کړیدی ، اسلام تر توری لاندی دی ، زمونږ د نبی مبارک څخه يوازی توری او سپر پاته شول ، د اسلام تاريخ تل په توره او په جهاد ساتلی او وياړلی و . که اخوان المسلمين د ډيموکراسی منحوس تلتک د سره ايسه نکړی او په لوړ سرمسلح جهاد ونکړی همداسی به خوار وی او تل به په بنديخانو کی ژوند تيروی او… نور لوستل »

اجمل

جمیله: وایی وقت خبری کوی. هغه وخت دا وخت. هغه خلک دا خلک. اول ځان سمبال کړه، استقلالیت تر لاسه کړه، وسایل په لاس راوړه، خود کفا شه بیا داسی خبری وکړه. ته په زوره خلک د جهنم ګودال ته مه اچوه. لږ سیاست هم زه کړه ###. د غ.حضرت لیکنه ولوله څه ښی خبری یی کړی. خلاصه ### د غوایی له ښکر سره په جنګ مه اچوه. اول د ##د فولادو کړه بیا جهاد وکړه.

جميل

اجمل خانه ! چی څومره ښکنځل او چټياټ راته ليکی ويی ليکی که په تکليف هم شم صبر به وکړم . مرغه هغه سره الوزی چی بڼه يی سره ورته وی لکه تاسو ، غلام او ځنی نور د اسلام او د آزادی دښمنان ، تاسوته د مسلمان عالم حسن البناء ، سيد قطب او نورو(رح) جهاد او مبارزه د منډيلا ، هوچيمن ،چی ګوارا ، ګاندی او نورو کفارو غوندی ښکاری ، تاسو تر اوسه د يو مسلمان او کافر تر منځ د جهاد او د مبارزی توپير نشی کولای . که ټوله مسلمانان خدای مکړه تاسو غوندی سست… نور لوستل »

استاد علی محمد حنیف

وَكَأَيِّنْ مِنْ نَبِيٍّ قَاتَلَ مَعَهُ رِبِّيُّونَ كَثِيرٌ فَمَا وَهَنُوا لِمَا أَصَابَهُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَمَا ضَعُفُوا وَمَا اسْتَكَانُوا وَاللَّهُ يُحِبُّ الصَّابِرِينَ (146) ال عمران ااو دیر پیغمبران داسی وو چی دیر خدای پالونکی ئی په حنک کی جنگیدلی، خو د الله په لار کی د وررسیدلو مصیبتونو له امله نه سست شول، نه ئی د ضعف احساس وکر او نه ئی د دشمن په وراندی ذلت ومنلو او داسی صبر کوونکی په الله گران وی. وَلَئِنْ قُتِلْتُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَوْ مُتُّمْ لَمَغْفِرَةٌ مِنَ اللَّهِ وَرَحْمَةٌ خَيْرٌ مِمَّا يَجْمَعُونَ (157) ال عمران او كه د الله په لار کی ووزل… نور لوستل »

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx