د حیواني پروټینو په پرتله نباتي پروټین د انسان عمر اوږدوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ وږی، ۱۳۹۸ل): نوې څیړنې ثابته کړې چې له حیواني پروټینو څخه، نباتي پروټین د انسان پر روغتیا ښه اغیز کوي.

هغه انسانان چې وچه مېوه، لوبیا، عدس، سویا، نخود، هر هغه نور خواړه چې کرل کیږي او یا ماهي خوري، د هغوی په پرتله چې حیواني پروټین لکه غوښه، شیدې، مستې او داسې نور خوري – عمر اوږد وي.

دا څیړنه چې د جاپان په عامې روغتیا مرکز کې څیړونکو ترسره کړې، په کې «۷۰۶۹۶» کسانو ګډون کړی و چې عمرونه یې شاوخوا «۵۶» کلنۍ کې وو او د سرطان ناروغۍ تاریخچه یې نه درلوده، د ازموینې له لارې د تېر یو کال خوړو په هکله پوښتل شوي دي.

د څیړنې پر اساس هغه کسان چې له نباتي خوړو څخه یې پروټین ترلاسه کړي د هغوی په پرتله چې نه یې دي ترلاسه کړي، د زړه او رګونو په ناروغۍ نه اخته شوي وو.

د پخوانیو څیړنو له مخې چې د نباتاتو پروټینو په پرتله د حیواناتو څخه ترلاسه شوي پروټین انسان د زړه او رګونو پر ناروغیو اخته کولای شي.

دغه نوې څیړنه زیاتوي که حیواني پروټین ۳سلنه کم استعمال شي او پرځای یې نباتي پروټین وکارول شي په انسان کې د سرطان ګواښ ۳۹سلنه او د زړه او رګونو ناروغیو په اخته کېدو کې ۴۲سلنه کموالی راځي.

د څیړونو د وینا سره سم سویا، عدس، لوبیا او د نخودو استعمال د غوړ او وینې فشار په کمولو کې مهم رول او همدا راز وزن هم کنترول ساتي، خو بالعکس د حیواني پروټینو او غوښو ډیر خوړل د شکر، زړه، سرطان او رګونو ناروغیو لامل کیږي.

د راپور په اساس ځینې نورې څيړنې بیا پر دغه څیړنه نېوکه کوي، دوی وایي هر هغه پروټین چې انسان یې استعمال زیات کړي نورو پروټینو یا فایبرو ته اړتیا مومي، چې د نه خوړو پرمهال پر روغتیا منفي اغیز کوي.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سنګین
میلمه
سنګین

د عمر موده صرف الله عزوجل ټاکی، نه حیوانی او نه نباتی غوړي. خوار شئ په دی خبره.