افغانستان

امریکا د افغانستان په اتلس کلنې جګړې ۷۲۰ ميليارده ډالر لګولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۷ وږی، ۱۳۹۸ل): د ۲۰۰۱ کال په اکتوبر کې امریکا پر افغانستان له دې امله برید وکړ، چې طالبانو د القاعدې ډلې مشر اسامه بن لادن ته پناه ورکړې، چې د امریکا په ګومان د دغه کال د سپتمبر مياشتې په يوولسمه يې د امریکا دوه سوداګريز برجونه نړولي وو.

د دغو تورونو په لړ کې د امریکا د هغه وخت ولسمشر جورج ډبليو بوش پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو برحاله نظام يې نسکور کړ.

امریکا د طالبانو او القاعدې ضد جګړې په نوم افغانستان ته له يو لک زيات عسکر راولېږل او د امریکايي حکومت د وروستيو معلوماتو له مخې له ۲۰۰۱ کال راهيسې د روان ۲۰۱۹ کال د مارچ مياشت پورې پر دغه جګړه ۷۲۰ ميليارده ډالر لګښت راغلی دی.

د خپاره شوي رپوټ له مخې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ کلونو پر مهال، چې افغانستان کې له سل زرو زیات امریکايي پوځيان په جګړه بوخت و، کلنی لګښت يې سل ميليارده ډالر و.

مګر د امريکا «برن» پوهنتون د حکومت له لوري خپاره شوي معلومات له حقائقو لرې بللي او وايي، امریکا د افغانستان په جګړې کې تر دې ډېر لګښتونه کړي دي.

برن پوهنتون وايي، پر دغه جګړه د لګېدلو لګښتونو او سود سربېره دا پیسې تر يوه ټريليون ډالرو رسيږي، چې زر ميليارده کيږي.

په ۲۰۱۴ کال کې د پخواني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي جارټ بلانک ويلي، امریکا دغه جګړه نشي ګټلی او د روانې کشالې د پای ته رسولو لپاره يوازينۍ لاره دا ده، چې له طالبانو سره د تړون له لارې روانه جګړه پای ته ورسول شي.

جاريټ بلانک وايي، د افغانستان اتلس کلنې جګړې دا تجربه راښودلې، چې هېڅ عقل او ستراتيژي دا نه ايجابوي، چې امریکا دې د افغانستان جګړې ته دوام ورکړي، چې امریکا ته له مالي او ځاني پلوه درنه تماميږي او د ګټې څرک يې نه ښکاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حکیمي

لاتراوسه یي ماغزه په کرارنه دي
چاچي ماسره وهلی سرپه سنګ دی

اجمل

دغه پیسی به یی طالبانو ته ورکړې وې جنګ ته ضرورت نه وو.

غ.حضرت

د ځینو کسانو روپۍ مرداری وی خو دوی خپله پاک وی یا ئی اقلاً اهداف پاک وی. ځینی کسان هم خپله او هم ئی اهداف پاک وی او هم ئی روپی پاکی وی، ځینی کسان خپله ناپاکه وی خو روپی ئی پاکی وی ( مثلاً د پلار حلالی روپی په میراث ور پاتی وی) او ځینی کسان هم خپله ناپاکه وی او هم ئی اهداف او افکار او اعمال مردار وی او هم ئی روپی ناپاکی وی. د باج او زور او غلا روپی حرامی او ناپاکی دی. غلا هم څلور زره څلور ډولونه لری یو له ډولونو څخه ئی… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x