افغانستان

کابل: ګډو ځواکونو دوه ملکي وګړي وژلي او ۵ يې له ځان سره وړي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۷ وږی، ۱۳۹۸ل): افغانستان کې د ګډو ځواکونو له لوري د ولسي وګړو په کورونو چاپو او بريدونو په دوام دا ځل بيا په کابل ولایت کې دوه ملکي وګړي وژل شوي دي او پنځه نور يې له ځان سره وړي دي.

راپورونه وايي چې تيره شپه د کابل ولايت پغمان ولسوالۍ په ارغندي سيمه کې د صفريک قطعې عسکرو د ملکي وګړو په کورونو چاپې اچولي دي، دوه ملکی وګړي يې وژلي او پنځه نور يې له ځان سره وړي دي.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې ګډو ځواکونو د ولسي وګړو کورونه هم نړولي دي او ځينې قيمتي شيان يې له ځان سره وړي دي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د ملکي وګړو په کورونو د ګډو ځواکونو چاپې او شپنيز عمليات زيات شوي دي چې له امله يې د ملکی وګړو په مرګ ژوبله کې هم زياتوالی راغلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د خوست ولايت مرکز اړوند مړديخيلو سيمه کې ځانګړو ځواکونو د ملي اردو د يو افسر ورور مولوي فضل الرحمن هم وژلی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x