افغانستان

کابل ښاروالۍ هغه امریکايي شرکت میلیونونه افغانۍ جریمه کړ چې ونې يې پرې کړې وې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۷ وږی، ۱۳۹۸ل): د کابل ښاروالۍ هغه امریکايي شرکت چې تېره ورځ يې په کابل کې ۲۴ ونې په خپل سر پرې کړې وې پنځه عشاریه اوه میلیونه افغانۍ جریمه کړ.

د کابل ښاروالۍ ویاندې نرګس مومند ویلي چې دغه شرکت «ان ټي ایس» نوم لري چې امریکايي شرکت دی او د امنیتي کامرو د نصبولو مسوولیت پر غاړه لري.

هغې زیاته کړې چې یاد شرکت یا باید ساحه پخواني حالت ته راولي او د پرې شوو ونو پر ځای نوې ونې نال کړي او یا هم جریمه شي.

نرګس مومند په وینا یاد شرکت یې تر هغه وروسته وپېژندلو چې تېره شپه یې د دوهم ځل لپاره کوښښ وکړ چې نورې ونې په دغه ساحه کې پرې کړي خو د ښاروالۍ کارکوونکو پرېنښودل.

هغې وویل چې کم ترین عمر د دې ونو ۱۲ کاله و.

په عین حال کې د کابل ښاروالۍ ویلي چې د هرې ونې د روزنې چارو، لګښت او عمر له ارزونې وروسته دا شرکت ۵ اعشاریه ۷ میلیونه افغانۍ چې نږدې اتیا زره امریکايي ډالر کېږي جریمه کړي.

د کابل ښاروالۍ ویلي چې یاد شرکت له کابل ښاروالۍ سره له همغږۍ پرته د امنيتي کمرو د نصب پرمهال ۲۴ ونې د کابل هوايي ډکر د سړک پر مسير پرېکړې وې او نن په یوه اضطراري ناسته کې له هر اړخيز بحث او ارزونې وروسته يې متخلف شرکت عمل د ښاري او مسکن د قانون د شپاړسمې مادې د پنځمې فقرې خلاف وباله.

کابل ښاروالۍ وايي چې کمېسيون یاد امریکايي متخلف شرکت د ښاري او مسکن د قانون د اتلسمې مادې د پنځمې فقرې پر اساس په ۵.۷۶ ميليون افغانيو نقدي جريمه مکلف کړ چې د ساحې د اولي اعادې لګښت (یا د هرې ونې روزنې، لګښت او عمر) پکې محاسبه شوی دی.

کابل ښاروالۍ زیاته کړې چې د ياد شرکت کار يې په ټپه درولی او همدارنګه یې د دوی اړوند کانکس اتاق يې له سيمې ليرې او ضبط کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نواب

غلام غلام وی،
دغلام غنی دا دومره گزاف مصارف دازادی دلمانزنی لپاره په اوبو لاهو شول?
دغلامی زنجیر پرغاره ازادی لمانزمه یارانو شه شکارم که بد؟
که خدای مکه داشرکت دشپی اغلی رولا غنی له زان سره بوزی بیا به سه کوو ?

مجاهد

د دی خبر په اوریدو یا لوستلو سره می پښتۍ له خندا شنی شوی په داسی حال کی چه په نوم شاروالی په ګډون له غلام غنی تر غلام ماموره او له غلامه جنراله تر غلام عسکره معاشونه یی همدغه بادار ورکوی ، د مظلوم اولس سرونه پروی کوی ع،غ، کرزی ، شاروال صاحبان، وزیران، وکیلان ، جنرالان قاضیان او داسی نورو لوړپوړو غلامانو کورنیو د تر دوی د هر څه کولو اولیت لری تردی چه لوړپوړی غلامان ورباندی راشی د قضایی مصونیت په لرلو مقاومت څه چه د شکایت حق هم نه لری وی اوس امریکایان ۷ میلونه افغانی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x