په جاپان کې یو وار بیا قوي زلزله وسوله
نن ټکی آسیا: نن یو وار بیا د جاپان ښار ټوکیو او د هیواد په شرقي سیمو کې زوروره زلزله چې قوت یې 7.1 ته رسیږي سوې، چې له امله یې جاپاني چارواکو یو وار بیا د سونامي خبرداری ورکړی.
د امریکا څخه د ژیولوژيک انکشاف ادارې ویلي چې د زلزلزلې قوت 7.1 درجه وو، او مرکز یې د اتومی رییکتر فوکوشیما څخه جنوب ته په 22 کیلو متری کې دی.
دغه ادارې د سمندر په منځ کې د سونامي خبرداری هم ورکړی.