ورزش

د اروپا اتلانو ليګ د کال غوره لوبغاړي جايزه د چا په نوم شوه؟

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۷ وږی، ۱۳۹۸): د اروپا اتلانو ليګ فوټبال سياليو د کال غوره لوبغاړي جايزې د يوې سترې غونډې په ترڅ کې اعلان شولې.

د ۲۰۱۸-۱۹ فوټبال اروپا اتلانو ليګ د غوره لوبغاړي جايزه د لیورپول لوبډلې تکړه دفاعي لوبغاړي «ورجل ون ډايک» وګټله، دا لومړی وار دی چې يو دفاعي لوبغاړي دغه جايزه ګټي.

ون ډايک د هالينډ لوبډلې غوره دفاعي لوبغاړي دی چې په کلبي سياليو کې د انګلستاني کلب لیورپول سره لوبيږي.

د نوموړي په غوره لوبې سره د لیورپول لوبډله وتوانېدله چې د اروپا اتلانو ليګ اتلولي خپله کړي، نوموړي همدا ډول د ۲۰۱۸-۱۹م کال غوره دفاعي لوبغاړي جايزه هم په خپل نوم کړه.

د اروپا اتلانو ليګ په نورو جايزو وړونکو کې ليونل ميسي و چې خپل سيال کريسټيانو رونالډو ته يې ماتې ورکړه او د کال غوره حمله کونکی لوبغاړی وټاکل شو.

همدا ډول د اژاکس لوبډلې منځني ځوان لوبغاړي «فرانکي ډي يانګ» د غوره منځني لوبغاړي جايزه وګټله، ډي يانګ په روان پړاو سياليو کې له اژاکس لوبډلې څخه برسلونا ته انتقال شو.

د ګول ساتونکي جايزه د لیورپول لوبډلې ګول کيپر «اليسن بيکر» وګټله، نوموړي په اروپا اتلانو ليګ سياليو کې د ميسي په شمول د نورو غوره لوبغاړو مخه په ميړانه ونېوله، نوموړي سره د برسلونا لوبډلې ګول کيپر مارکنډری ټير سټيګن سيال ولاړ و.

د يادونې ده چې د اروپا اتلانو ليګ د کال غوره لوبغاړي جايزې ګټلو لپاره، کريسټيانو رونالډو، ليونل ميسي او ورجل ون ډايک ولاړ وو، چې بالاخره په لومړي وار ون ډايک دغه جايزه وګټله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx