افغانستان

تخار: طالبانو د امنيتي ځواکونو قرارګاه او ګڼې پوستې نيولې

نن ټکی اسیا (جمعه،۸ وږی، ۱۳۹۸ل): طالبانو تيره شپه د تخار ولايت په بهارک، ينګي قلعه، چاه اب او درقد ولسواليو کې د امنیتي ځواکونو په پوستو او قرارګاه بريدونه کړي دي، قرارګاه او څلور پوستې يې نيولي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو تيره شپه د تخار ولايت بهارک، ينګي قلعه، چاه اب او درقد ولسوالیو کې د امنيتي ځواکونو يوه قراره ګاه او څلور پوستې نيولي دي او لسګونه عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

مجاهد وايي چې په ينګي قلعه کې يې ګڼې پوستې سقوط کړي دي، درقد او چاه اب ولسواليو کې يې دوه دوه پوستې نيولي دي او په بهارک ولسوالۍ کې يې د امنیتي ځواکونو لويه قرارګاه سقوط کړې ده.

نوموړی زياتوي چې د پوستو او قرارګاه څخه يې ګڼ شمير وسلې او مهمات هم نيولي دي.

هغه وايي چې په دې بريدونو کې نږدې ۴۰ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او درې تنه ژوندي نيول شوي دي.


تر اوسه د تخار ولايت چارواکو په دې تړاو څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په امنيتي ځواکونو د طالبانو بريدونه زيات شوې دي او ورځ تر بلې يې له دولتي ځواکونو څخه سيمې نيسي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

نور عسکر یی څه شول، په بیسونو کی خو ډیر عسکر اوسیږی؟ داسی خبرو سره می جوړه نده چی پکی وژنه وی. که عسکر دی او که طالبان دی د دی وطن خلګ دی ولی ووژل شی.

څه شول ستاسو طالبانو مذاکرات له امریکایانو سره؟ لکه چی خوند یی ونکړ. ما خو له پخوا نه ویل چی دا وړی به شړشی نشی.

مجاهد

شکر الحمد لله ، شکرا کثیرا، نصر من الله وفتح القریب

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close