«د سولې خوب»

جلال امرخېل

سوله خوب کې ما ته ستا په شکل راشي
د قران پاڼې یې زړه پورې نیولې
په ګردان د الرحمان او د یاسین وي
دواړه سترګې سیپارې پاکې سپیڅلې

سوله خوب کې ما ته ستا په شکل راشي
له جوماته پس مکتب ته وي روانه
نه یې څوک په مخ تیزاب شيندي نه خاورې
په حیا یې ټوله لاره وي روښانه

سوله خوب کې ما ته ستا په شکل راشي
د ریاضي استاد په لښتو وي وهلې
کورنۍ دنده یې نه وي اجرا کړې
په کتاب يې د سالک د عشق غزلې

سوله خوب کې ما ته ستا په شکل راشي
سره غرمه په دیواله باندې نارې کړي
چې هر چا مې د خیال ګل وي شوکولی
خدای دې یې ګوتې تر بیګا ذرې ذرې کړي

سوله خوب کې ما ته ستا په شکل راشي
مازیګر یې د کمیس پاولي په شرنګ وي
نه بمبار وي، نه چاودنې، نه چاپې وي
خو که جنګ وي، نو د تورو سترګو جنګ وي

سوله خوب کې ما ته ستا په شکل راشي
په غروب یې وي په خوله سوې بدلې
کاینات واړه غوږ غوږ وي، لکه اوري
د کاروان غزل په غږ د قمرګلې

سوله خوب کې ما ته ستا په شکل راشي
د غربت او د ښایست ګډه اروا وي
په نامه د شهیدانو یې جومات ته
د جمعې په ماښامي ویستې حلوا وي

سوله خوب کې ما ته ستا په شکل راشي
د ماښام په لمونځ ولاړه ملایکه
چې سلام واړوي زه ورته وریاد شم
چې دعا کوي، دعا شي ورنه ورکه

سوله خوب کې ما ته ستا په شکل راشي
کټ بیغمه بام ته پورته کړي چې شپه شي
په مئېن زړګي د امن په فضا کې
سپینو ستورو ته کیسې کوي ویده شي

سوله خوب کې ما ته ستا په شکل راشي

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د