تریخ حقیقت؛ عبدالمجید جواد

عبدالمجيد جواد

څوک په یو تور،څوک په بل تور،کندې ته وغورځوو
هر وخت لګیا یو،څوک نسکور کندې ته وغورځوو

مونږ افغانان خود غرضي تر دغې کچې کوو
د خپل غرض لپاره ورور کندې ته وغورځوو

د زَر او زُور نشه مو دومره کړي مغرور په ځان
ترحم نلرو کمزور کندې ته وغورځوو

د ځینو ځینو مجبورۍ څخه دا ګټه کوو
تندې اخستی مونږ د اور کندې ته وغورځوو

کورونه وران کړو، وینې توی کړو او مکې ته لاړ شو
له حج نه راشو درې څلور کندې ته وغورځوو

وطن ته مور وایو او دومره بې ننګي هم کوو
چې بل خوشال شي دغه مور کندې ته وغورځوو

دغه شعور به آخر کله شي پیدا مونږه کې!
چې خپل راخپل، دښمن د ګور کندې ته وغورځوو

د چا ټپونو ته ملهم نشو افسوس “جواده”!
همدا کوښښ کوو چې نور کندې ته وغورځوو

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
masoom afghan
میلمه
masoom afghan

آه،آه،آه.
قربان له تریخ حقیقیته عبدالمجید جواد وروره
په ګوتو دې برکت شه.

دغه شعور به آخر کله شي پیدا مونږه کې!
چې خپل راخپل، دښمن د ګور کندې ته وغورځوو