
د اروپا اتلانو لیګ نوي پړاو فوټبال سیالیو مهالویش اعلان شو
نن ټکی اسیا (جمعه، ۸ وږی، ۱۳۹۸ل): د اروپا اتلانو لیګ (UEFA) فوټبال سیالیو د ۲۰۱۹-۲۰ پړاو مهالویش پرون د پنجشنبې په ورځ د اګست په ۲۹مه نېټه د پچې اچولو څخه وروسته اعلان شو.
د اروپا په موناکو هېواد کې د اروپا اتلانو لیګ د کال غوره لوبغاړي د جایزې په تړاو ستره غونډه ترسره شوه چې په کې د یاد لیګ د لومړي پړاو یا ګروپي سیالیو مهالویش هم په ډاګه شو.
په یاد لیګ کې به ټولې ۳۲ لوبډلې ګډون کوي چې په ۸ ګروپونو ویشل شوي دي او په هر ګروپ کې د دوه غوره لوبډلو ترڅنګ ټولې څلور لوبډلې د یوه بل پر وړاندې په ګروپي سیالیو کې لوبیږي.
The official result of the 2019/20 #UCLdraw! 😍
3⃣ toughest groups are __ __ & __ 🤔 pic.twitter.com/c7Xdro1vhn
— UEFA Champions League (@ChampionsLeague) August 29, 2019
د چمپینز لیګ ګروپي سیالۍ به د سپتمبر میاشتې له ۱۷مې نیټې څخه پېلیږي او د دیسمبر میاشتې تر ۱۱مې نیټې به دوام کوي، له هغې وروسته به د همدې میاشتې په ۱۸مه نېټه د دویم پړاو یا Round of 16 سیالۍ د هغو لوبډلو ترمنځ پېلیږي چې دویم پړاو ته یې لار موندلې وي.
په دویم پړاو سیالیو کې به هره لوبډله د بلې پر وړاندې دوه-دوه سیالۍ ترسره کوي، چې د لومړي پړاو First leg به یې د ۲۰۲۰م کال په فبروري میاشت کې د ۱۸مې نیټې څخه تر ۲۶مې، او دویم پړاو Second leg د مارچ له ۱۰مې تر ۱۸مې دوام کوي.
د یاد لیګ کواټر پایلوبې به په اپریل میاشت کې ترسره کیږي، نیمه پایلوبې به د اپریل په وروستیو او د مۍ په لومړیو نېټو کې ترسره شي او پایلوبه به د ترکیې هېواد په اتاترک لوبغالي کې د مۍ میاشتې په ۳۰مه نېټه ترسره کیږي.
🥇 #UEFAawards winners! 🥇
Is there a 2020 #UCL winner here? 🤔 pic.twitter.com/S64K0Z8QdB
— UEFA Champions League (@ChampionsLeague) August 29, 2019
د یادې غونډې په ترڅ کې د اروپا اتلانو لیګ د کال غوره لوبغاړي جایزه د لیورپول لوبډلې دفاعي لوبغاړي ورجل ون ډایک وګټله، په نورو جایزو ګټلو کې لیونل میسي، فرانګي ډي یانګ او الیسن بیکر شامل وو.
د یادونې ده چې د فوټبال د بېلا بېلو هېوادونو کلبي سیالۍ پېل شوي دي، د اسپانیا مشهور لیګ «لا لیګا»، د فرانسې لیګ «لیګ ۱» او ایټالوي لیګ «سیریا A» دوه اوونۍ وړاندې پېل شوي دي.