شعـــــرونه

غزل؛ عبد الحافظ کاکړ

عبد الحافظ کاکړ- کندز

د انتظار شېبې اوږدې شوې ته به کله راځې
سترګې مو تا پسې ړندې شوې ته به کله راځې

ستا په فراق کې باور وکړه په ژوند نه پوهېږو
د ژوند خوږې شېبې ترخې شوې ته به کله راځې

مسجد ملا، منبر او هم  محراب شهید شو
په زلمو ډکې هدیرې شوې ته به کله راځې

دلته نن بیا د یو مغرور ککرۍ خاورې شوله
پر وطن جوړې حماسې شوې ته به کله راځې

سولې راځه! الله دي راوله همدا دي وخت دی
زموږ پر چم تیارې خورې شوې ته به کله راځې

د کلي ټول واړه زاړه مجلس کې دا  وایې
چې له قطر کې څه کیسې شوې ته به کله راځې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x