د هوواوې راتلونکي مبایلونه به د ګوګل اپلیکیشنې ونه لري

نن ټکی اسیا (جمعه، ۸ وږی، ۱۳۹۸ل): د هوواوې شرکت په راتلونکي ځیرک مبایلونو کې به د ګوګل مشهور کاریالونه لکه د نقشې (Google maps) یوټیوب (Youtube) او جي میل (Gmail) په ګډون یو شمېر کاریالونه چې د انډرایډ سیستم برخه دي ونه لري.

د چین مشهور شرکت چې اوسمهال د امریکا سوداګریزو بندیزونو له کبله د یو شمېر ستونزو سره مخ ده، خپل راتلونکي ځیرک مبایل کې به جواز لرونکي کاریالونو سره ونه پلورل شي.

دا په دې معنا چې د هوواوې راتلونکي ځيرک مبایلونه به د ګوګل پلی سټور (Google Play app store) ته لاسرسی ونه لري، کوم چې به کاروونکي له یو شمېر مشهورو اپلیکیشنونو څخه محرومه کړي.

هوواوې به په راتلونکي څو اوونیو کې خپل نوي ځيرک مبایلونه وړاندې کړي چې د ګوګل اپلیکشن ته به لاسرسی نه لري، یاد شرکت تېره میاشت د انډرايډ سیستم پر وړاندې خپل نوی چلوونکی سیستم «HarmonyOS» وړاندې کړی و.

که څه هم د امریکا لخوا پر هوواوې د بندیز لګولو پریکړه تر ۹۰ ورځو ځنډول شوې ده خو په ځواب کې یې دغه شرکت خپل نوی چلوونکی سیستم وړاندې کړ تر څو د اړتیا پرمهال ترې ګټه پورته کړي. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم ویلي وو چې نور دې د هوواوې سره سوداګریزې اړیکې په بشپړ ډول پرې کړي.

تېره اوونۍ د هوواوې شرکت ویلي وو چې دوی په خپل نوي چلوونکي سیستم فعال ځیرک مبایلونه چمتو کړي دي خو د اوسمهال لپاره یې له وړاندې کولو ډډه کوي، ددوی په وینا چې تر څو د انډرایډ سیستم ته لاسرسی لري خپل سیستم نه فعالوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د