ورزش

ورجل ون ډایک، میسي او رونالډو په ستر توپير شاته کړل

نن ټکی اسیا (جمعه، ۸ وږی، ۱۳۹۸ل): د لیورپول لوبډلې تکړه دفاعي لوبغاړي ورجل ون ډایک د اروپا اتلانو لیګ د کال غوره لوبغاړي جایزه وګټله.

د اروپا اتلانو لیګ د ۲۰۱۸-۱۹م کال غوره لوبغاړي جایزې لپاره درې نامتو لوبغاړي (ورجل ون ډایک، لیونل میسي او کریسټیانو رونالډو) نومول شوي وو چې رونالډو په کې له سترې ماتې سره مخ شو.

په دې لړ کې هالنډي لوبغاړي ورجل ون ډایک لیونل میسي ته په ۹۸ نمرو او رونالډو ته په ۲۳۱ سترو نمرو ماتې ورکړه چې ټولو ته د حیرانتیا وړ وه، نوموړي ۳۰۵ نمرې ترلاسه کړي چې پر وړاندې یې میسي ۲۰۷ او رونالډو یوازې ۷۴ نمرې ترلاسه کړې.

بل لوري ته لیونل میسي د حمله کونکي لوبغاړي په لیست کې رونالډو ته ماتې ورکړه، نوموړی د کال غوره حمله کونکی لوبغاړی ونومول شو، میسي د ۲۰۱۸-۱۹ کال زیات (۵۰) ګول وهونکی لوبغاړی دی.

هالنډی لوبغاړی چې ۲۸ کاله عمر لري د لیورپول لوبډلې سره په اروپا اتلانو لیګ اتلولۍ خپلولو کې بشپړ مرسته وکړه، لیورپول لوبډلې ټوتنهام هاټسپر لوبډلې ته پایلوبه کې په ماتې ورکولو د چمپینز لیګ اتلولي خپله کړه.

ورجل ون ډایک په ۲۰۱۸م کال کې د ساوتهامپن لوبډلې څخه د «۹۲» ملیونه ډالرو په بدل کې لیورپول لوبډلې ته انتقال شو، نوموړی لوړ قد، بدني پیاوړتیا او د لوبې غوره لوستل کوي چې له ده څخه یې غوره لوبغاړی جوړ کړی دی.

د یادونې ده چې ورجل ون ډایک د اروپا اتلانو لیګ په تاریخ کې لومړی دفاعي لوبغاړی شو چې دغه جایزه ترلاسه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x