
طالبان: د اشغال په شتون کې سوله راتلای نشي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۸ وږی، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر له یوې رسنۍ سره د خبرو په مهال، له طالبانو سره تر توافق وروسته هم د ۸۶۰۰ فوځیانو د پاتې کېدو ادعا وکړه؛ طالبان وايي، اتلس کلنې قربانۍ یې دا نه ایجابوي چې افغانستان دې اشغال وي او نه هم په دې ډول حالت کې سوله راتلای شي.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند «سهیل شاهین» نن ورځ له بي بي سي سره په خپلو خبرو کې ویلي « امریکايي مرکچیان هم ځکه له موږ سره خبرو ته ناست دي چې د افغانستان (اشغال) پای ته ورسېږي، له اتلسو کلونو راهیسې موږ د همدې لپاره قربانۍ ورکړې، چې د امریکايي او نړیوالو ځواکونو له لوري د افغانستان اشغال پای ته ورسېږي. په دې تړاو له هېچا سره هېڅ ډول معامله نه کوو.»
یاده دې وي، چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فاکس نیوز سره په خپله مرکه کې یاده کړې وه، چې له طالبانو سره تر هوکړې وروسته به هم په افغانستان کې خپل نظامي حضور وساتي او ۸۶۰۰ امریکايي عسکر به په دې هیواد کې پرېږدي.
د شنونکو په باور، امریکایي چارواکي وخت ناوخت په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د پاتې کېدو خبرې د کابل حکومت د مورال لوړ ساتلو په موخه کوي.
اوس کہ مونگ درتہ ووایو چہ پاتی شی یوہ پیالہ چای وچکی بیا ولاڑ شی چای تہ ھم نہ پاتی کیگی ھسی خپل ٹر پہ پڑ پٹوی چہ نہ زو
دټرمف دیماغ خراب دي سیبازول ګولي دي وخوري
ياره په سيبازول به يی جوړ نکړی .
داسی حرکتونه دزرکلن غنی بابا لپاره کوی زکه چه دهغه بیچاره زره دیر کمزوری ده هسی نه چه سکته ونکری اخر خو یی دیوسه وخت لپاره غلامی او جاسوسی ورته کری.
###### امریکایان وایی( چه له طالبانو سره له هوکړی وروسته به هم څو زره عسکر وساتی ] د طالبانو هوکړه خو داده چه د یو امریکای شتون د اشغال شتون دی نو تاسی څرنګه څو زره فوځیان له هوکړی وروسته پریږدی ؟ که طالبان به خطا باسی له هوکړی وروسته به یی د بین الافغانی کومی روغی جوړی په شتون کی به طالبان هم د حزب په شان د غلامی اداری برخه جوړ شی طالبان دومره ساده ګان نه دیب اصلا ترمپ دا ګدی وډی د دی د پاره وایی، د طالبانو څخه به یی جواز هم ترلاسه کړی وی… نور لوستل »
دا لس واری یی دا خبره تکرار کړه چی که مونږ وغواړو افغانستان تصفیه کوو خو نغواړو چی لس میلونه کسان پکی مړه شی. نور نو دوی څه کوی. د بمونو مور چی پس له اتومی بمب نه دوم بمب دی هغه یی استعمال کړل، تر دری زرو عسکر یی ووژل شول خوسی بګواس وایی حتمآ به وځی او په زور به وځی. صرف غواړی چی یوه د اوړو پوزه ځان ته جوړه کړی او بس.