افغانستان

سولې عالي شورا: که حکومت سیاسي ګوندونه له پامه وغورځوي؛ له طالبانو سره مخامخ خبرې کوو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۸ وږی، ۱۳۹۸ل): د سولې د عالي شورا رییس او د حزب وحدت ګوند مشر «کریم خلیلي» وايي، که له طالبانو سره مذاکره کوونکی ټیم یوازې له ارګ څخه تشکیل او ولېږل شي، موږ اړ یو له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل کړو.

کریم خلیلي چې د ثبات او همپالنې د ټاکنیز ټیم غړی هم دی، نن ورځ په کابل کې  د خپلو پلویانو یوې ناستې ته وویل « له ډاکټر عبدالله مې غوښتنه داده، چې د مذاکراتو په پروسه کې ټول اړخونه وڅاري او خپل ځان پکې شریک کړي، ما اشرف غني ته هم ویلي، چې که مذاکره کوونکی پلاوی ټول له ارګ څخه وټاکل شي او ناروې ته روان شي؛ دا به یو خام فکر او حرکت وي».

د نوموړي په قول، که چېرې سیاسي ګوندونو ته په مذاکراتي پروسه کې برخه ورنکړل شي؛ سیاسي ګوندونه به له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل کړي.

خلیلي له دې سره، سره ټاکنې د سولې په وړاندې خنډ ونه بللې؛ خو په خبره یې، که د ټاکنو په ځنډولو سوله راځي، دوی ددې پرېکړې منلو ته تیار دي.

د سولې عالي شورا په داسې حال کې له طالبانو سره د مخامخ خبرو د احتمالي پیل خبر ورکوي، چې د طالب او امریکايي استازو تر منځ نهم پړاو خبرې توافق ته رسېدلي ښکاري او تمه ده د دواړو لورو تر منځ د توافق له لاسلیک وروسته بین الافغاني مذکرات پیل شي.

که څه هم د ګډ حکومت د سولې چارو وزارت کابو یوه میاشت وړاندې د بین الافغاني مذاکراتي ټیم د تشکیل خبر ورکړی وو؛ خو تر دې دمه د یاد ټیم لست له رسنیو سره نه دی شریک شوی، چې په سیاسي ګوندونو سربېره یې د طالبانو اندېښنې هم راپارولې.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند څه موده وړاندې ویلي وو، که حکومت مذاکراتي ټیم پټ وساتي؛ د بین الافغاني مذاکراتي ټیم په هر اړخیز استازیتوب شک کېدلای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوی احمد

شیعہ زمونگ پہ وطن کی حیثیت نلری دشریعت لہ لحاضہ تاسوسرہ د مرتدینو معاملہ کیگی خبرہ واضحہ دہ حاجت دمذاکراتو ندی

عبدالوا حد اڅګزۍ

نه پوهیږم مولیی څشی ته وایی آیااحمده ته له قرآنه خبریی ته ۳۰سوره-الروم آیات ۳۲ په معنی ووایه چه په اسلام کی ډلی جوړوی یعنی (شیعه اوسونی)هغه ته الله مشرک وایی آیاتاداشریعت له چازده کړۍ دۍ آیاقرآن معتبر دۍ اوکه تاسوته دغه دکادیانیانو اووهابیانو جوړکړۍ شریعت.

گل محمد نوری

محقق او خلیلی فکر کوی چی افغان ولس د تاسی میخونه ټکوهل هیر کړی مګر بل دا چی خلیلی، مجددی او ربانی پدی ۱۹ کالونو څومره معاشونو واخیستل حاضر یی چی غریب او بیچاره ولس ته ځواب ورکړی مګر که می قدرت درلودای له دی ټولو لنډغرو چی اوس د سولی ناری وهی د ټولو معاشونو چی له شل زره یا لس زره افغانی زیات معاش اخیستی وی حساب می کاوو او بیا مو د دوی ټول پانګی او سرمایه په داخل او خارج کنګل کولی چی ولس پوه شوی وو چی له زور واکو سره حساب په څه ډول… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x