افغانستان

کندهار: سرتېري بریدکې دوه افسران وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۸ وږی، ۱۳۹۸ل): د کندهار ولایت په تر ټولو امن سیمه «عینو مېنه» کې سرتېرو بریدګرو د معروف ولسوالۍ د ټولي د قرارګاه په قوماندان «صالح محمد» برید کړی او نوموړی یې له خپل یوه بل ملګري سره وژلی.

کندهار مېشتي خبریال «صدیق الله افغان» په خپله فسبوک پاڼه لیکلي «د کندهار ښار د یولسمي حوزې اړوند د دوهمي عینومېني له غټ چوک سره وسله والو د معروف ولسوالۍ د ټولۍ قرارګاه پر قوماندان صالح حمله کړې، هغه یې له یوه بل افسر سره وژلي. د کندهار پولیس وايي، بریدګر په نظامي لباس کي وه او په ځوابي ډزو کي ‌‌‌‌‌‌د  صفر یو قطعې له خوا وژل سوي».

یاده دې وي، چې د کندهار ولایت امنیتي چارواکو تر دې دمه په د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x