افغانستان

د حزب اسلامي مهمو قومندانانو له طالبانو څخه ملاتړ اعلان کړ

د حزب اسلامي یوه تن مشهور قومندان انجنیر عبدالحلیم مبشر له خپلو قومندانانو او ګڼ شمیر وسلوالو سره یو ځای له طالبانو څخه خپل ملاتړ اعلان کړی .
نن ټکی اسیا (جمعه، ۸ وږی، ۱۳۹۸ل):له راپورونو سره سم درې ورځې وړاندې په بادغیس ولایت کې د حزب اسلامي یوه تن مشهور قومندان انجنیر عبدالحلیم د خپلو ۲۰ قومندانانو او ۵۰۰ وسلوالو افرادو په ملتیا له طالبانو څخه خپل ملاتړ اعلان کړی او د طالبانو له مشر شیخ هبة الله اخندزاده سره يې بیعت کړی دی.
د طالبانو له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کي ویل شوي نوموړي قومندان په بادغیس ، جوزجان ، فاریاب ، سرپل اوغور کي ګڼ شمیر افراد لري او په شمالي ولایتونو کي له پراخ نفوذ څخه برخمن دی.
طالبانو د حکومت او خپلو مخالفینو له لیکو د افرادو د را جلبولو لپاره په موخه ددعوت ارشاد ، جلب جذب په نوم مستقل کمیسیون جوړی کړی، یاد کمیسیون هره میاشت د هغو سلګونو کسانو لیستونه خپروي چي د طالبانو له لیکو سره یو ځای شوي وي .
تیر ۲۰۱۸ میلادي کال کي هم د یاد کمیسیون په هڅو تقریبا ۸۰۰۰ کسان د دولت له لیکو څخه را بېل او له طالبانوسره یو ځای شول .
کوم کسان چي د دولت له لیکو څخه را بیل او له طالبانو سره یو ځای شي طالبان ورته ځانګړی کارت ورکوي او اجازه ورکوي چی هغوی په خپلو کورونو کي ارام ژوند وکړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ تکړه،
حزب اسلامی تش په نوم حزب دی،یو ګلبدین دی او څو یی زومان دی،هیڅ مسلح قوماندان او فرد نه لری،
نو حزب اسلامی چه څه نه لری،نو طالیب سره به څه شی یو ځای شی؟
عجیبه تبلغات ،ولس په سترګو کی خاوری شیندل،

اجمل

ډیری خبری می ستاسو تایید کړی خو دا خبره دی نه تاییده وم. حزب اسلامی یو افغانستان شموله حزب دی په یوه قوم او یو کس پوری مربوط نده. تر اوسه په زرګونو مسلح کسان لری، ټول نورستان، کنر او لغمان دی حزب دی حتی نیمایی پنجشیر او کاپیسا. د بلخ او کندز به څه نوایم. د حزب مجاهدین د حکمتیار په قصه کی ندی، هغوی د حزب د مرام او اساس پر بنیاد جهاد کړی و کوی یی. کچیری دا خبره ریښتیا وی بیا نو زما او ستا انډیوالی هم خرابه شوه.

Musa khan

غمیه!
نو چې هیڅ نلری تاسو ارګوالو ګوډاګیانو بیا ولې نغارې غږولي چې یو غټ وسلوال تنظیم سره مو سوله وکړه، افغانستان کې به نور جهاد ختم شی.
له هغه سره مو ژمنه وکړه چې 50 زره وسلوال به یې ګوډاګۍ اردو کې مدغم کوو
او اوس چې هغه طالبانو ته تسلیم شو ته وا هیڅ نلري.
یاره رښتیا چې خیاټان بیخی د بې ننګه زامن دروغجن دي، هیڅ حیا او شرم نلري.

نواب

الحمدالله داهغه سه دی چه ماهم پلان کری وو ماویل چه زه به ددی غت او غظیم ثواب او نیک اقدام خاوند شم خو نشوه،خوزه مهم نه یم مهم اسلام اودمسلمانانو اتحاد هغه هم پدی اساسو شیبو کی،که حکمتیار صاحب او طالبان په اخلاص سره دالله پخاطر اتحاد وکر نو ان شاءالله میدان مسلمانانو گتی،کمونیستان،ملحدین،سکولران،دروس او امریکا جاسوسان او غلامان به شرمیدلی تختی.

عبدالله

نواب صاحب داسی نه چی په نتیجه کی به بیا شمشتو کمپ فعاله سی، لاس ته راغلی الوتکی، د برق کیبلونه، ثقیله وسایط او …. به په ضرب د سو میاشتو کی به پاکستان ته کبار سی او په افغانستان کی به بیا نوی کرنیل امام او حمیدگل په شان قاتلین را مخ ته شی او د طاهر اشرفی او فضل الرحمن فتوا به چلیژی.
دگلبدین او طالب دواره مسلمانی تولو ته معلومه ده (البته استثنا لری). خدای تعالی دی هغه نظام را نصیب کری چی خدای پاک ته خوش وی او افغان ملت پکی په عزت وی.

نواب

عبدالله صاحب
الله خو شرعی نظام خوش ده،که اشرف غنی هم دانظام راولی اوکفار له ملک نه وشری زه یی عسکر یم.

مجاهد

د غمی پشتین ( ځدران ) په نوم لمړی ارزونه یی چه [[ حزب اوس مجاهدین نه لری ]] د منلو وړ یادونه ده. د دی خبری د ملاتړ د پاره به معلومات درکړم: د سپټمبر د یوولسمی فاجعی له جوړولو او کارولو د مخه د ټولو تش په نامه جهادی رهبرانو، کمونستانو ، نشنلستانو او سکولریستانو سره د راتلونکی غلامه اداره کی د ګډون د باره اړیکی نیول شوی وی. د حزب یو ګروب ته یی غلامه اداره کی سهیمه او بل ګروپ یی د طالبانو سره د ځپلو د پاره غرونو او دشتونو ته ولیږلو [[ چه شعارونه… نور لوستل »

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx