افغانستان

افغانستان کې په روانه اونۍ کې درېیم امریکايي پوځي و وژل شو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۸ وږی، ۱۳۹۸ل): د امریکا دفاع وزارت وايي چې د طالبانو سره د جګړې پر مهال یو امریکايي پوځي وژل شوی دی.

دا په روانه اونۍ کې درېیم امریکايي پوځي دی چې په افغانستان کې وژل کیږي.

نیویارک ټایمز د راپور پر اساس یاد امریکايي پوځي د ځانګړو ځواکونو برخه وه چې په زابل ولایت کې د حکومتي ځانګړو ځواکونو سره په ګډو عملیاتو کې وژل شوی دی.

د ۲۰۱۹ کال له پیل څخه تر دې دمه ۱۵ امریکايي عسکر وژل شوي دي. په ۲۰۱۸ز کال ۱۳ او په ۲۰۱۷ز کال ۱۱ امریکايي عسکر وژل شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x