کرزی سپین چرګ نه دی!

شاهد (غزنیوال)

کله چې په تیر جولای کې مسکو ته د اسلامي امارت سیاسي مرستیال او د قطر دفتر مشر ملا برادر اخند ولاړ او هلته یې د کابل رژیم پخواني مشر کرزي ته د بین الافغاني غونډې په ترڅ کې اعتناء و نه کړه ، نو کرزي د هغو سوله ییزو هڅو په خلاف موقف و نیو کوم چې د اسلامي امارت د چارواکو لخوا تر سره کیږي.

د مسکو په یاده غونډه کې کرزي دا توقع لرله چې په مسکو کې له ملا برادر سره تر لیدلو وروسته به هغه څه تر سره کیږي چې ده یې امریکایانو ته ډاډ ورکړی و.

کرزي امریکایانو ته دا ډاډ ورکړی و چې که نوموړی له ملا برادر سره مخامخ شي نو دی به د خپل قبیلوي تعارف په مټ هغه څه ورباندې ومني چې د امریکایانو لخوا ورته فرمایش ورکړل شوی و.

خو په غونډه کې له کرزي سره د ملا برادر ساړه چلند د کرزي هیلې له خاورو خاورې کړي.

له مسکو غونډې څخه تر راګرځیدو وروسته کرزي سمدستی له خپل لوري اعلان وکړ چې دی د طالبانو مننه کوي چې د مسکو په غونډه کې یې د کمکي اختر په شپو ورځو کې پر اوربند توافق وکړ.

خو دا چې طالبانو د مسکو په غونډه کې د اوربند په اړه هیڅ ډول توافق نه و کړی، نو هماغه و چې د کرزي دا اعلان یې د یوې رسمې اعلامیې په صادرولو سره رد او تکذیب کړ.

د کرزي د اشاعتي اعلاميي په مقابل کې د طالبانو اعلامیه د دې لامل شوه چې نور هم نوموړی د طالبانو خلاف موقف ونیسي او د هغوی له لوري سوله ییزې هلې ځلې د بهرنیانو په صلاحیتونو پوري تړلې وګڼې.

کرزی چې دم ګړۍ په عمومي محافلو او یا هم له رسنیو سره ځان د امریکايي اشغال ضد څیره معرفي کوي په حقیقت کې تر شاه شجاع او ببرک کارمل هم ډیر اجنبي اشغال ته وفادار او د اجنبیانو چوپړ مار دی.

ځکه د نوموړي ټول سیاسي تشهیر د امریکايي اشغال محصول دی ، همدې امریکایانو نوموړی د خپلو الوتکو په وسیله د اروزګان غرونو ته دیسانت او د امریکايي بمونو او کروزونو په مټ یې پر افغانانو تحمیل کړ.

همدا کرزی چې له امریکایانو سره تر راتګ وروسته یې د یوه افغان په توګه په دیرش ملیوني ولس کې پر هیچا د ځان ساتنې باور نه درلود او خپل ځان یې د افغانانو له ګوزاره د امریکايي محافظینو په وسیله ساته.

په ۲۰۰۴ کې د کندهار په ښار کې عبدالرحمن نومي مجاهد ورباندې برید وکړ ، هیڅ څوک نه وو چې له کرزي دفاع وکړي ، بیا هم همدا امریکایان وو چې دکرزي دفاع یې وکړه او په دې دفاع کې یې یوتن د فدايي عبدالرحمن په برید کې ووژل شو.

همدا کرزی و چې د خپلې فاسدې واکمنۍ په جریان کې یې له بوشه نیولې تر اوباما او نورو امریکايي جنرالانو پوري هغوی ته د افغانانو د وژلو په مقابل کې د اعزاز مډالونه پر اوږو ورټومبل.

همدا کرزی و چې د فراه د عزیز اباد فاجعه د ده د واکمني پر مهال رامنځته شوې ، د اروز ګان پر مسجدونو ، او ولسي مناسباتو او د کونړ ، ننګرهار، خوست، قندوز پر ولسي غونډو امریکايي بمباري شوې او په کاپیسا کې پر ولسي خلګو بیالوژیکي وسلې استعمال شوې .

مذهبي ارتداد د ، د قرآن کریم او نورو مقدساتو توهین، د بهرنیانو له لوري د وژل شویو افغانانو د جسدونو توهین او هرڅه د ده په واکمني کې تر سره شوي ، خو نوموړي به یې په وړاندې یواځې په ظاهره د تمساح اوښکې تویه ولې اونور یې د هیڅ ډول عملي اقدام جرئت نشوای کولای.

كرزی د اشغالګرو د یوې نانځکې په توګه ټول وخت د هغوی د مصالحو لپاره کار کړی او د هغوی د مصالحو لپاره یې خپل ولس ځپلی دی.

له امریکایانو سره د امنیتي تړون لاسلیکول چې دی یې د اشرف غني په دوره کې د لاسلیکولو د مخالفت دعوه لري مګر همدا دروغجن مدعي خپله تر اشرف غني وړاندې له همدې امریکایانو سره ستراټیژیک تړون په هغه فضیحت او ذلت لاسلیک کړ چې د غني لخوا د امنیتي تړون تر لاسلیکولو ډیر فضیحت بار او له ذلته ډک و.

کرزي تر ۲۰۰۹ کال پوري چې په افغانستان کې د اشغالګرو امریکایانو د جنایتونو د اوج شپې ورځې وي کله هم د خپلو امریکايي بادارانو په وړاندې د مخالفت غږ نه دی پورته کړی ، خو په د۲۰۰۹ کې چې کله امریکایان ورباندې وپوهیدل چې نوموړی نور د هغوی د استعماري اهدافو په پلي کولو کې پاتي راغی اوغوښتل یې پر یوه بل داسې مزدور یې تعویض کړي چې هغه په پردي پالنه کې تر ده زیاته وړ تیا لري نوده ورسره د مخالفت بڼه غوره کړه.

خو دا مخالفت هم فقط تر شعار او تظاهر پوري محدود و او کله یې هم د هغوی د جنایاتو په وړاندي داسي اقدام نه دی کړی چې له اشغال سره د ده نه همغږي ثابته کړي.

په ۲۰۱۴ م کال کي هغه مهال چې پوه شوچې د واکمنۍ وخت یې پایته رسیدلی دی د امریکایانو لخوا له امنیتي تړون سره یې د مخالفت ډندوره پیل کړه او په دې سره یې د ولس تیر ایستنې لوبه پیل کړه.

کرزي که اوس هرڅومره د یوه ملي مشر په جعلي جامه کې د امریکايانو خلاف تبلیغات کوي ، دا یې د بیا ځلي حاکمیت ترلاسه کولو لپاره یوه دسیسه ده چې ځیني ساده ګان ورباندې تیر باسي.

کنه فطرتا کرزی په بي ننګي او بي غیرتي کي تر انګریزي شاه شجاع او روسي ببرک کارمل ډیر بي ننګه او لویدلی کرکتر دی.

امریکایانو که پرون د افغانانوخلاف څه کړي او یا یې نن کوي په دې ټولو کې کرزي مستقیما دخیل او ده ته د امریکايي اشغالګرو د یوه ګډ جُرمي شریک په سترګه ګوري.
نن که د (خرم) په څیر د ده ځیني درباري اردلیان د (چهل سال درطوفان) په عنوان کتابونه لیکي او په هغه کې کرزی امریکايي ضد څیره معرفي کوي او که ځیني نور ورته د ملي زعیم جعلی القاب ورکوي دا هیڅ شي هم کرزي ته د ده له تر سره کړیو جنایاتو څخه برائت نه شورکولی؛ بلکې د ده نوم به په افغاني تاریخ کې د دوهم شاه شجاع او ببرک په کرغیړنو نومونو سره ثبت وي.

دا ناشونې ده چې هغه څوک چې د امریکايي بي ۵۲ او کروزو په زور پر افغانانو تحمیل شوی وي یو په یوه دې د یوه جعلي شعار په ورکولو سره سپین چرګ شي.

د ټولو پردي پالو او مردورانو مخ دي تور وي…

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
9 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد
میلمه
محمد

خراب او برباد دي وي زموږ د ملت دښمنان او زموږ د وطن خرڅوونکې — د امریکا حلقه بګوش مریان — خذلهم الله تعالی خذلانا کبیرا

طیب
میلمه
طیب

امريكايانو کرزئ ### دخپل اشغال دجواز دپارہ لکہ ### کړ‎ی راوست ھم دا #### دی آبد ### دی پر دہ او ددہ پر ھم نواو وی

جميل
میلمه
جميل

کرزی د سی آی ای مامور دی ، د دی منافق ټول کړه وړه د هغو په اشارو او مشورو دی .

ابوالوفاء
میلمه
ابوالوفاء

محترم ورور غزنيوال صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ! پر ګوتو مو برکت سه د کرزي په اړه مو حقايق په ښه پيرايه کي بيان کړي دي. الله دي اجر در کړي. کرزي د ټول افغان ولس سره، په هغو کي بيا د پښتنو سره لويي تاريخي جفاوي وکړې. اوس چي د هيواد له ګوټ ګوټ څخه هر پښتون کوم کندهاری ويني د کرزي د دغو جفاوو پېغور ور کوي. په داسي حال کي چي کندهاريانو ته يې هم هيڅ خدمت نه دی کړی. ښه دی چي په اتلو طالبانو کرامو کي داسي د اسلامي پوهي او بصيرت څخه… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

ثاقب صاحب
په ګوتو او قلم مو برکت شه

د کرزي خاينه څېره مو کماحقه ښکاره کړې ده

ملابرادر حفظه الله تعالي د اشغال په لومړيو شپو ورځو کې د مشر ملاصاحب رحمه الله په دستور د اروزګان غرونه په خاين کرزي پسې ډېر وپلټل خو افسوس چې په ګير ورنغی.

په دې هيله چې د کابل ښار په کوم واټ کې به اعدام او راځوړند شي.

همت خان
میلمه
همت خان

https://www.saaid.net/Doat/almuwahid/1.htm
52 نقلا عن العلماء
في حكم مظاهرة الكفار ومعاونتهم على المسلمين
دا چی د لیکل شوي مضمون موضوع اصلی بڼه په اسلامی فقه کی ډیره حساسه ده، هغه ښاغلی لوستونکی چې عربی ژبی سره بلدتیا لری توجه پورتنی عنوان ته، په پاسنی ویب سایت کی رابولم.

جلال
میلمه
جلال

خير اوسى صاحب.

پتنګ
میلمه
پتنګ

لوی منافق او اجنټ دی افغانستان خو کرزي خرڅ که پردې خبرو اولس نشي غلطوی !!

ايمل خوږیانی
میلمه
ايمل خوږیانی

ننی اشرف غنی ، کرزی او برونی کارمل او شاه شجاع د افغانانو په نوم د انګریزانو ، روسانو او امریکایانو لخوا هغه ګمارل شوی مزدوران دي چې په یوه خاص زماني مقطع کې یې په افغانستان کې تري کار اخیستی دی. د دغو لویدلو کرکترونو ذلیلانه فطرت د اجنبی مستعمزینو خدمت او هغوی ته کار کول دي. د هغوی په جمله کې کرزی تر ټولو خطرناکه څیره ده چې په یوه وخت کې په څو رولونو کې کار کوي ، نوموړی هم د امریکا نوکر او هم د هغوی مخالف ، هم په اصطلاح مجاهد او هم غربی تکنوکرات،… نور لوستل »