افغانستان

طالبانو د کندز په مرکز له څلورو لوريو بريدونه پيل کړي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹وږی، ۱۳۹۸ل): طالبانو نن سهار وختي د کندز ولايت په مرکز له څلورو خواوو بريدونه پيل کړي دي او د کندز ښار په لوري پرمخ روان دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د کندز په مرکز يې له څلورو خواوو بريدونو کې اوس د ښار څنډو« خان اباد بندر، امام صاحب بندر، زاخيلو، کابل بندر، زرخريد او سه درک» سيمو ته رسېدلي دي او د امنيتي ځواکونو ګڼې پوستې يې نيولي دي.

مجاهد زياتوي چې په دې بريدونو کې لس پوليس وژل شوي دي او ګڼ نور ټپيان دي.

د يادونې وړ ده چې د افغانستان شمال کې هم اوس د طالبانو د واک ساحې ورځ تربلې پراخيږي.

بايد وويل شي چې طالبانو د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر په مياشت کې د کندز ښار سقوط کړی و او شاوخوا يوه اوونۍ يې په خپله ولکه کې اخيستی و.

تيره ورځ هم طالبانو د تخار ولايت په بيلابيلو ولسواليو کې ګڼې سيمې نيولي دي.

د کندز چارواکو تر اوسه د طالبانو د تازه بريدونو په اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالوا حد اڅګزۍ

ماپه واروواروذکرکړی دی چه له کفاروسره بی زوره بله لارنسته ولی کفاردروا غ وایی پروعده وفانکوی دټرمپ دهری ورځی وعدی بدلول اوس هم تاسی وخبروته امیدواره کوی باید دایران سره ټول مسلمانان لاس یوکی اوامریکایان له منځنی ختیزه وباسی که ټول مسلمانان اتحاد وکی فلستین ،افغانستان،کشمیر اوټول اسلامی ملکونه دکفاروله غلامۍ خلاصیږی آیاالله موږ دجنت په مقابل کی نیورانیول آیاموږ پرقرآنکریم ایمان لرواوکه تنهادالله سره درواغ وایو آیاټول مسلمانان الله په قرآنکریم کی وروڼه ندی بللی آیادورځی دمحشرجواب موږ لروچه موږولی دخپلومظلومو وروڼودپاره جهاد ونه کۍ.په احترام عبدالواحداڅګزۍ

غمی.پښتین

جوړ تکړه.
اسراییلی جاسوسانو په ویب سایټ کی لیکلی چه.د کندز جنګ د ایی،ایس،ایی په ابتکار سره په لاره اچولی دی چه دری عمده هدفونه لری.
اول،افغانستان دولت باندی د طالیبانو فشار
د وهم،په شمال کی هم پښتانه ځپل،…….(پښتون به نه پریږدی)پنجابی شعار
دریم،له کندز نیولو څخه ورسته.ډایرک پروازونه کشمیر ته…..

Karwan

غميه، ته لکه يوه ### په هيځ نه شرميږي.
الله د ## کړه ، سره د همفکرانو دي. کاروان

گل محمد نوری

که د تاسی په یاد وی دا یو اونی مخکی پاکستان پوځ په کنړ باندی له ۷۰۰ توپونو زیات توغندی وتوغول او همدارنګه یی په افغانی صادراتو باندی چی د واګی بندر له لاری به هند ته ځی د بندولو اعلامیه نشر کړی کله چی پاکستان پدی دا ډول منفی تحرکات کوی نو افغان دولت د تجارت مسیر له پاکستان د شمالی ولایتونو له تاجکستان او ازبکستان او ترکمنستان له لاری انتقالوی کله چی پاکستان اوس پوه شوی نو چی افغانستان لاره بندوی، مخکی کله لومړی ځل لپاره اشرف غنی پاکستان سفر وکړ نو د پاکستان سیاسیون ترینه پوښتنه وکړه… نور لوستل »

ابونظام خوستی

چی افلتی غګوی نو خود به یي نه ویني

د تا چی سا لیکلی دی د خو ماشوم هم نه منی

اجمل

ابونظام خوستی ته: لیکنه په پښتو وکړه، زه خو پوه نشوم چی تا څه لیکلی. عربی خو زما زده نده کولای شی چی ترجمه یی کړې؟

اجمل

بالکل همدا خبره ده. کور د آباد.

Ahmed

غم وستاز او ګل نوری ته ده ائ اېس ائ مزدوران هغه څوک دی چی ده هر چا مزدوران دی ده کابل ګو‌‌‌‌‌‌ډاګېانو ‌‌‌‌‌‌ده افغانستان خاوره پنجاب ته ورکړه ازغن تار ئ شکاره ثبوت ده .ده قدرت لپاره تر هر څه کوئ عمل مو ېو څه وائ او خبری مو بل ځه دی او ګل نور خانه دا ده ازادی اتلان ول چی په مونږ ئ احسان وکړ او افغانستان ئ له تجزېئ وشغورلو چی هلته ئ خپل مجاهدېن انتقال کړ او ده اشغالګرو او ده ګ‌‌‌‌‌‌و‌‌‌‌‌‌ډاګېانو. ده افغانستان ده تجزېئ پلان ئ ناکام کړ او بل دا جعلی مفکر… نور لوستل »

Back to top button
8
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x