نړۍ

لاوروف د قطر د بهرنيو چارو وزير سره د افغانستان پر امنيت او سولې غږېدلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹وږی، ۱۳۹۸ل): د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د قطر د صدر اعظم مرستيال او د بهرنيو چارو وزير شيخ محمد عبدالرحمن الثاني سره د افغانستان سولې او امنيتي وضعيت په اړه غږېدلی دی.

د روسې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، سرګي لاوروف له خپل قطري سيال سره د مسکو او دوحې دوه اړخيزو اړيکو سربېره د افغانستان سولې پروسې او د افغانستان شمال کې د داعش ډلې فعاليتونو په اړه غږېدلی دی.

لاوروف ويلي، د افغانستان په شمال کې د داعش فعاليتونه د اندېښنې وړ دي او ټينګار يې کړی، چې د ترهګرۍ ضد جګړه بايد په دوه مخۍ نه وي ولاړه.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير زياته کړې، چې ځينې غربي هېوادونه هڅه کوي، داعش د افغانستان په شمال کې د خپلو موخو لپاره وکاروي.

روسيې تر دې وړاندې هم ويلي و، په افغانستان نامعلومې چورلکې داعش ډلې ته پوځي او لوجیستيکي مرستې رسوي او تور يې لګولی و، چې امریکا د داعش ډلې ملاتړ کوي.

سرګي لاوروف په داسې حال کې له خپل قطري سيال سره غږېدلی، چې قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات د نهايي کېدو په درشل کې دي او کېدای شي په لنډو ورځو کې هوکړې ته ورسيږي.

ټاکل شوې، چې روسيه، چين او ملګري ملتونه د طالبانو او امريکا ترمنځ هوکړه کې د ضامن او شاهد په توګه رول ولوبوي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وړمه ورځ ويلي و، مسکو تيار دی د امریکا او طالبانو ترمنځ په هوکړه کې د ضامن رول ادا کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
گل محمد نوری

روسیه هم کله د افغان دولت همکاری او طالبانو خلاف غږ پورته کوی او کله د سولی په اړه د خپلی همکاری خبره کوی او کله بیا مخالفت ښایی

گل محمد نوری

داعش په اړه دومره باید ووایم ترڅو چی د پاکستان څارګره اداره وی نه به مرکزی اسیا هیوادونه او همدارنګه روسیه او ایران د تهدید لاندی به راشی ځکه امریکا کوښښ کوی چی د سولی د موافقی نه وروسته طالبانو مجبوری چی د داعش په وړاندی کوم ګام پورته نکړی چی له هغی وروسته به امریکا د پاکستان په مرسته د ایران او چین د حملی تکل وکړی او له هغی وروسته به روسیه هم د ګواښ لاندی راولی چی دا خبری اکثره تودو بحثونو کی نظامی او سیاسی کارپوهان کوی چی امکان لری د پاکستان څخه د ایران او… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x