
د هند پر وړاندې په ويسټ انډيز لوبډله کې «۱۴۰» کيلو وزني لوبغاړی
نن ټکی اسيا (شنبه، ۹ وږی، ۱۳۹۸ل): د هند او ويسټ انډيز لوبډلو ترمنځ دويم ټيسټ لوبه دوام لري چې په کې د ويسټ انډيز لخوا يو لوبغاړی چې ۱۴۰ د ځينو نورو راپورونو په اساس ۱۴۵ کيلو وزن او ۶.۶ فوټه يا ۱.۹۶ ميتره قد لري هم شامل شوی دی.
دغه لوبغاړی چې «رحکيم کورنوال» نوميږي او د «غرونو سړي» په نوم مشهور دی لومړي وار د ويسټ انډيز لخوا ټيسټ لوبه کې شامل کړل شوی دی، نوموړي د چيتيشور پوجارا ويکټې په ترلاسه کولو سره د ټيسټ لومړۍ ویکټه هم واخيستله.
نوموړی د کرېکټ په تاريخ کې تر ټولو وزني لوبغاړی شو، له دې وړاندې تر ټولو وزني لوبغاړی د استراليا لوبډلې وارويک امسټرانګ و چې ۱۳۳-۱۳۹ کيلو وزن يې درلود.
✅ 6'6
✅ 140 KGRahkeem Cornwall makes his test debut today for the West Indies. @windiescricket pic.twitter.com/BWBCw2nhsI
— SPORTbible (@sportbible) August 30, 2019
جالبه داده چې د يادې ټيسټ لوبې په لومړۍ ورځ رحکيم کورنوال تر ټولو زيات اورونه ترسره کړي دي، نوموړي ۲۷ اورونه کړي، ۶۸ منډې يې ورکړي او يوه ویکټه يې ترلاسه کړې ده.
د غرونو سړی سوکه توپ اچونه «off spinner» کوي او د آلراونډر په حيث لوبډله کې شامل شوی دی.
له دې وړاندې رحکيم کورنوال په سليپ کې د يوه سخت په زړه پورې کيچ نېولو سره مشهور شوی و چې له يو کال خواريو وروسته يې بالاخره ملي لوبډلې ته لار وموندله.