افغانستان

کندوز ښار کې د پولیسو يوه کنډک سربېره ګڼ شمېر عسکر طالبانو ته تسليم شوي «ويډيو»

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹وږی، ۱۳۹۸ل): طالبان وايي، له تېرې شپې راهيسې يې په کندوز ښار کې پيل شوو نښتو کې پرمختګونه کړي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ويلي، د کندوز ښار په زاخېلو سيمه کې يې يوه پوسته نيولې ده.

مجاهد زياته کړې د کندوز ښار کابل بندر سيمه کې درې سوه بستريز روغتون ته څېرمه د پولیسو کنډک طالبانو تسليم شوی، قومندان او ټول پوليس يې خوندي ځای ته لېږدول شوي، يو ټانک او ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

https://twitter.com/TGhazniwal/status/1167682209098153986

د طالبانو وياند په خپل وروستي ټويټر پيغام کې ويلي، د کندوز ښار په سه درک سيمه کې پنځلس عسکر له يوه ټانک سره طالبانو ته تسليم شوي دي.

ځايي خبريالان وايي، طالبان د پرمختګ په حال کې دي او حکومتي عسکر هم په ځينو ځايونو کې د مقاومت هڅه کوي.

د کندوز ښار اوسېدونکي وايي، طالبانو د پوليسو شپږمه حوزه نيولې، ګڼ پوليس يې وژلي، د محبس کوڅه، پوهنتون، زراعت رياست او شاوخوا نورې سيمې يې لاندې کړي دي، د زرخريد ماموريت، ضابط نورالله پوسته، د قومندان شريف پوست او هديرې پوسته يې نيولې ده.

د ارګ وياند صديق صديقي بيا ويلي، کندوز ښار ته کومانډو ځواکونه رسېدلي او د طالبانو بریدونه يې په شا تمبولي دي، خو طالبانو د حکومت ادعاوې رد کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوبی امارتی

ډیر ښه الله د ورته نصرت ورکړی الله د یی حافظ او ناصر شی

ساهل

شرم نسته

جميل

الحمدلله ، ماشاءالله
نصرمن الله والفتح القريب .

غ.حضرت

دا څه احمقانه او خائنانه لوبی پیل سوی دی، له یوی خوا وولس او حتی طالب د سولی د سیوری خپریدو ته هیله من دی او له بلی خوا پر کندوز د حملو او ښار د تسخیر هڅی روانی دی. زه د وولس د استازیتوب صلاحیت او قدرت نلرم خو فقط د خپل ځان په استازیتوب غواړم ووایم چی: داسی نه چی امریکائیان او طالبان په پټه او خِفا کی دداسی ځوروونکو او ویرانوونکو پیښو په رامنځته کولو یو د بل سره توافق ولری او د دواړه په ګډه پر مظلوم وولس باندی د بل تور او تود تنور د… نور لوستل »

پتنګ

غلام حضرت خانه کنایه خبرې مې نه خوښیږي او بې منطقي مې په سر دردوي ! څوک چې طالبان داولس دښمنان بولی هغه یا دفاسد رژیم استازی دي او یا داشغالګرو برمنډه پلوي کوي او سر یې په غربي اپړو دوپړو کې ډوب دی ۰ دامریکا دسولې خبرې په ډیر تکبر ناز او نخرو سره رواني دي او هغه داسې دي لکه چې افغانستان ددوی خپل وي او غواړي چې طالبان خپل ناظرین وټاکي ! خو طالبان بیا حق پر ځای اوبل څه وایې : تر څو چې یو خارجي عسکر په افغاستان کې هم وي نو دوی به یې… نور لوستل »

غوربندي

پتنګ صاحب

ښاغلی غلام حضرت د اقلیتونو د حقوقو وهمي ضیاع په مخه کړی.

په بل عبارت د اشغال تر سیوري لاندې اقلیتونو فرصت غنیمت وګاڼه او هر څه یې په بډه ووهل او دوی فکر کوي چې خپل حق ورته حاصل شوی دی او که خارجی باداران یې وشړل شي او په خپلواک افغانستان کې د عدالت په تامین سره ټول افغانان ګډ ژوند وکړي نو د یادو اقلیتونو دا قلابی حقوق (یعنې د نورو حقوق په بډه وهل) به یې ضایع شي،

مجاهد

( غلام ) حضرت صاحب ! کله هم داسی نه دی شوی چه خپلواکی غصبونکی او خپلواکی اخستونکی دی په ګډه د مظلوم اولس د وژلو او ځورولو هڅی ولری . دا د کمیشن کارانو شعارونه دی کله یی به یوه او کله یی په بل ترنم زمزمه کوی. که داسی وی د روسانو او انګریزانو به ضد پرونی او هغه بل پرونی مجاهدینو هم د روسانو او انګریزانو سره په ګډه د مظلوم اولس د وژلو دپاره توافق درلود، که عام وزنه د طالبانو هدف وی شارونو کی به یی په لسو بمونو په زرونو خلک وژلی، هغوی د… نور لوستل »

غ.حضرت

یاره بیابانزی صاحب ته هم د یو چا په سترګو د جامو او بوټو سره ور ننوځی. طالب په زرهاوو بیګناه انسانان وژلی دی او اوس ئی وژنی خو ته د خپل انګریز بادار په امر هغوی ( طالب) د نجات فرشتی ګڼی حال دا چی عام وولس ( اکثریت) د طالب او د هغوی د پټو او ښکاره بادارانو څخه د ناټو په ګډون بده کرکه لری. بله دا چی ستا نه اخلاق کوم ( الحاج ) ته ورته دی او نه دی سواد او پوهه کوم ( استاد) ته ورته ده. ته الهی! نظام غواړی. بلی الهی نظام… نور لوستل »

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx