افغانستان

واشنګټن پوسټ: په نظامي حضور د ټینګار له امله جان بولټن د افغانستان له موضوع ګوښه ساتل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹وږی، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې چې طالب او امریکايي ډيپلوماټان په افغانستان کې د امریکا د اتلس کلنې اوږدې جګړې د پای ته رسولو په موخه په قطر کې د مذاکراتو مېز ته ناست دي، امریکايي رسنی وایي، د ټرمپ ادارې له امله چې جان بولټن په افغانستان کې په نظامي حضور ټینګار کاوه، نوموړی د افغانستان په موضوع کې ګوښې ته کړی.

جان بولټن چې د متحده ایالاتو د ملي امنیت د سلاکار په حیث دنده مخته وړي، له ولسمشر ټرمپ سره د شمالي کوریا، ایران او افغانستان په موضوعاتو وران شوی، بولټن له درې واړه هیوادونو سره د ټرمپ د ادارې د مذاکراتو مخالفت کاوه، چې  له امله یې د ټرمپ غوسه راپارېدلې.

یوه امریکايي امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط «واشنګټن پوسټ» ته ویلي، چې بولټن او ټیم یې د افغانستان په موضوع کې تر دې حده ګوښې ته شوي، چې کله  نوموړي له طالبانو سره د احتمالي توافقنامې کافي غوښتې، د ټرمپ ادارې یې له ورسپارلو انکار کړی.

یاده دې وي، چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر او راتلونکي ولسمشریزو ټاکنو ته کاندیدان په یوه خوله په افغانستان کې د جګړې مخالفت کوي او هر کاندید د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو او کور ته د عسکرو د راستنولو وعده د خپل کمپاین له مهمو ژمنو حسابوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

خليلزاده ! خبريی ، ژر د طالبانو خبری منه .

گل محمد نوری

ټول د یو آس غوږونه دی ځکه ټول امریکایان نه غواړی چی افغانستان خپلواکه ووینی ځکه کچیری افغانستان د اقتصادی پلوه خپواکه شی نو تور پنجاب نش کولای په افغانستان خپلی ستراتیژیکی پالیسی او د امریکا او برتانیی پالیسی دلته تعقیب کړی نو ګمان کوم چی امریکا اوس د پاکستان هر طرح باندی غور کوی او دی پاکستان طرح په اساس د افغانستان د تباه کولو لپاره ډول ډول برنامی پنجاب ته ورکوی او هرچیرته چی پښتانه وی په کراره یی نه پریږدی، سمه ده دلته امریکایان مګر دا فکر چا کړی چی همدی امریکایانو ته چا آډی ورکړی چی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x