خبرونه

د ښوونځیو لپاره د چاپ شویو ۱۲.۲ میلیونه کتابونو د وېش لړۍ پیل شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹وږی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د پوهنې وزارت له لوري په ښوونځیو کې د کتابونو د کمبود د پوره کولو په موخه ۱۲.۲ میلیونه کتابونه چاپ او د وېشلو لړۍ یې پیل کړې.

له پوهنې وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه لیکي «د پوهنې وزارت د سرپرست «میرویس بلخي» په شتون کې د ابتدائیه ښوونځیو د زده کوونکو لپاره د نصاب د کتابونو وېش، چې چاپ چارې یې د بهیر په نوم یوه خصوصي چاپ ځای وړاندې وړې؛ پیل شو.»

د خبرپاڼې له مخې، کتابونه به د پوهنې وزارت له لوري د راټولو شمېرو او په ولایاتو کې د زده کوونکو شمېر ته په کتو ووېشل شي.

د پوهنې وزیر له دې سره، سره ډاډ ورکړی، چې کتابونه یې تر چاپ وروسته د امریکا متحده ایالاتو ته د کیفیت د ارزونې په موخه لېږلي وو او د هغوی تر تائید وروسته یې وېش ته چمتو کړي.

یاده دې وي، چې د هیواد په ښوونځیو کې د کتابونو کمبود او په مارکېټ کې د پوهنې وزارت د کتابونو خرڅلاو د زده کوونکو له عمده ستونزو څخه دي، چې پوهنې وزارت یې په بیا، بیا د حل ډاډ ورکړی.

د رسمي شمېرو له مخې، د هر نوي کال په پیل کې شته ښوونځي ۹۰ میلیونه کتابونو ته اړتیا لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
گل محمد نوری

تر هغو پوری چی دولت د چاپ دولتی تصدیو ته توجه ونکړی او د هغوی د ویش لپاره یو دولتی تصادی تشکیل د وزارت معارف اړوند جوړ نکړی دا مشکلات به ورځ تر بلی زیاتیږی ځکه شخص شرکت خپل نفعی ته ګوری او زموږ فقیر هیواد کی دومره لوړ مصارف یو ډول اقتصادی ګواښ ده که چیری اقتصادی تصدیانی زیاتی شی د فساد مخه به ونیول شی او د زیاتو کارمندان د جلب او جذب لپاره به زمینه برابره شی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x